جمعه, فبروري 6, 2026
Home+د هند چټک توپ اچوونکي بومرا واده وکړ

د هند چټک توپ اچوونکي بومرا واده وکړ

تاند ( سه شنبه، د حوت ۲۶) د هند د ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي جسپریت بومرا د تلویزوني خپرونو چلوونکې سنجنا ګینسان سره واده وکړ.

بومرا په خپله فېسبوک پاڼه د خپل واده انځورونه خپاره کړي.

هغه لیکلي: «که چېرته مو مینه د دې وړ وګڼي نو بیا تاسې ته د لارې لارښوونه هم کوي. موږ یوځای د مینې او محبت څخه ډک سفر پیل کړ او نن ورځ زموږ د ژوند ترټولو ښه ورځ ده او د دې خبر په خپرولو سره د خوښۍ احساس کوم.»

جسپریت بومرا د انګلستان پر وړاندې د ټیسټ لوبې په سکواډ یا لوبډله کې شامل دی، خو له څلورمې وړاندې یې د واده لپاره رخصت اخیستی دی.

د بومرا مېرمن هم د ډېرو  ورزشي خپرونو کوربه توب کړی.

د معلوماتو له مخې سنجنا ګنیسان د خپل کیریر پیل د موډلې په بڼه سره وکړ، خو له هغې وروسته یې تلویزوني خپرونو ته مخه وکړه او په سټار سپورټس تلویزون د (میچ پواینټ) او (چیکي سنګلز) خپرونو کوربه توب کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...