Homeخبرونهد افغانستان او زمبابوې ۲۰ اوره لوبلړۍ سبا پيلېږي

د افغانستان او زمبابوې ۲۰ اوره لوبلړۍ سبا پيلېږي

تاند ( سه شنبه، د حوت ۲۶) د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزه لوبو لړۍ سبا چهارشنبه پيلېږي.

له دې وړاندې دواړو لوبډلو د ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کړه چې لومړی یې زمبابوې او دوهمه یې بیا افغانستان وګټله.

دا درې شل اوریزه لوبې چې د ابوظهبۍ په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې پيلېږي، سبا یې لومړنۍ لوبه ده، چې د افغانستان په وخت به ٢:٣٠ بجې پيل شي.

افغانستان دوه ورځې وړاندې دې لوبو ته ١٥ کسيزه لوبډل اعلان کړه.

تېره ورځ يې پکې پنځه نور لوبغاړي  هم ورزيات کړل او ټول ٢٠ کسيزه سکواډ شو.

افغانستان او زمبابوې په ٢٠١٩ کال کې دوه نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې وې، چې په يوه لوبه کې افغانستان د ٢٨ منډو په توپير بريا خپله کړې وه او په بله لوبه کې زمبابوې د ٧ ويکټو په توپير بريا خپله کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...