Homeخبرونهبغلان کې د پوهنتون د استادانو پر موټر برید شوی

بغلان کې د پوهنتون د استادانو پر موټر برید شوی

تاند(سه شنبه، د حوت ۲۶) په بغلان کې د پوهنتون د استادانو په موټر برید کې اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو په وینا، دغه پېښه نن سهار هغه مهال شوې چې د بغلان پوهنتون د کرنې پوهنځي یو شمېر استادان د حملې په موټر کې د دندې پر لور روان وو.

 په دغه برید کې دوه کسه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې د استادانو پر موټر د په پلخمري ښار کې د راکټ برید شوی.

د لومړنیو راپورونو له مخې په وژل شوو کې یو موټر چلوونکی او محصل شامل دي او ټپیان یې د پوهنتون استادان دي.

تر اوسه د برید مسوولیت هېڅ ډلې نه دی منلی.

دا پیښه داسې مهال رامنځته کېږي چې تېره ورځ په کابل کې یوې چاودنې د یوې درې کلنې ماشومې او د هغې د مور په ګډون څلور کسه ووژل او ۱۶ نور یې ټپیان کړل.

دغه چاودنه تېره ورځ د پوهنې وزارت، مخابراتو وزارت او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملکي کارکوونکو پر یوه ګډ کاسټر ډوله موټر شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...