دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهعبدالله د افغان دولت په استازیتوب د مسکو غونډه کې ګډون کوي

عبدالله د افغان دولت په استازیتوب د مسکو غونډه کې ګډون کوي

تاند (سه شنبه د حوت ۲۶) د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي، چې د مسکو په غونډه کې به د یاې شورا مشر عبدالله عبدالله د افغان دولت په استازیتوب ګډون وکړي.

دا خبره د ملي روغې جوړې عالي شورا د سلاکارانو د بورډ غړي سید ظاهر مطهري کړې او د مسکو په غونده کې یې د عبدالله ګډون مهم بللی دی.

هغه په دې هکله نور جزیات نه دي ورکړي، خو هیله ښودلې چې طالبان به له دغه فرصت څخه د افغانانو د ګټو لپاره کار واخلي او پام به ورته وکړي.

دغه غونډه را روانه پنجشنبه په مسکو کې جوړېږي چې د یو شمېر هېوادونو د استازو په ګډون طالبانو هم په کې د خپل ۱۰ کسیز هیئت د ګډون کولو ډاډ ورکړی دی.

په ورته وخت کې امریکا هم ویلي، چې خلیلزاد به د خپل استازي په توګه دغه غونډې ته ورولېږي.

امریکا وايي، خلیلزاد د افغانستان په اړه د مسکو کنفرانس ته لېږي

د یادونې ده چې د مسکو تر غونډې وروسته د افغان سولې په تړاو بله غونډه په ترکیه کې جوړېږي.

که څه هم په دې هکله ډېر جزیات نشته خو افغان حکومت ویلي چې د استانبول په غونډه کې به هم ګډون وکړي.

1 COMMENT

  1. لکه چې له دې لست نه معلومیږي ، د ماسکو د غونډې ګډون کوونکي د سفیراو عادي اشخاصو او د ګوندونو د مشرانو او غیر رسمي کسانو په سویه دي . اما د افغانستان له لوري پدې لست کې د ولسي جرګې مشر نوم هم شته . هغه باید خپل ځای او مقام وپېژني او د پروتوکول له مخې په داسې غونډو کې چې د یوه هېواد د مقننه قوې رسمي مشرتوب په غاړه لري ، باید برخه پکې وانه خلي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب