دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeروغتیاهېډفون یا غوږۍ څه روغتیايي زیانونه لري؟

هېډفون یا غوږۍ څه روغتیايي زیانونه لري؟

تاند ( سې شنبه، د کب ۲۶ ) د امریکا د ریټجرز پوهنتون د ساینس پوهانو یوې ډلې چې د ځیرک مبایلونو نوې ماډل غوږۍ یې را منځ ته کړي هم ورسره په یوه څېړنه کې دا ثابته کړې چې په نړۍ واله کچه استعمالېدونکي غوږۍ او ځینې هېډ فونونه د دماغو او غوږونو لپاره سخت زیان لري.

د ریټجرز پوهنتون انجینرانو خورا ټیټ بیه ـ ارزانه او هم اسانه کارېدونکې غوږۍ جوړې او بازار ته وړاندې کړې، چې پکې اورېدل هېڅ ډول روغتیایی ستونزه نه را منځ ته کوي.

د څېړونکو دا ډله وایي؛ یادې غوږۍ اکثریت یې په د ننه کې ځینې داسې “لاینونه” مزي لري چې د اورېدو د حس د غوږ د ننه د شته جذب کوونکو غودو لپاره سخت زیان رسوي.

دا ډله وایي، دا مزي یې چې تر ډېره د برق په قووت سره غږ راوړي، غوږونو ته په رسېدو سره یې ټکان دماغو ته زیان رسوي، چې د اورېدو حس کمزوری کوي، دماغ کمزوري کوي او آن په حافظه هم منفي اغېز پرې باسي.

د لا خفګان وړ دا ده، چې یادې ډلې ویلي؛ که په ډېر لوړ غږ سره په تکرار ډول په غوږۍ او یادو غوږیو کې څه اورېدل کېږي دا د زړه د ناروغیو او په ځانګړې توګه د زړه د حملې د چانس په ډېر والي کې هم مرسته کوي.

خو جالبه دا ده، چې د یاد پوهنتون دې څېړونکو بیا په خپلو ترتیب کړیو غوږیو کې د پورته ستونزو د حل خبره کړې او وایي، دوی به یادې غوږۍ او هیډفونونه چې ډېری به یې له مزي پرته له مبایل سره “وصل” وي یاد پېښېدونکي زیانونه ونه لري او ډېر ژر به بازار ته وړاندې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب