پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبلنډه کیسههېنداره او زما څېره (لنډه کیسه) حیات الله ژوند

هېنداره او زما څېره (لنډه کیسه) حیات الله ژوند

په ماشومتوب کې مې پر مخ دانې راختلې وې او له هماغې ورځې چې دانې مې پر مخ راوختلې، مخ يې راته ناهمواره کړ، کنډو کپر يې کړ، بدرنگ يې کړم، د مخ هواروالی مې له لاسه ورکړ. اوس مې راته مخ کنډ کپر ښکارېږي. نه رښتیا، مخ مې کنډ کپر دی. مخامخ هېندارې ته ولاړ یم. سر تر پښو مې ځان پکې وینم. چپه پښه مې له دا ښۍ هغې څو سانتي متره لوړه پر یوې نرۍ خښته اېښې ده. دا خښته مې درې څلور کاله وړاندې له بټۍ راوړه، بیا مې پر ځمکې ښه وسولوله، تر هغې مې وسولوله، چې د پښې په اندازه مې کړه او بیا مې په حمام کې راته ښخه کړه، چې د ځان پرېوللو په وخت کې مې پښه پرې کېږدم. دا پښه مې له دا بلې هغې لنډه ده. موچي راته په ډېرې خوارۍ بوټونه تیاروي، ځکه د چپې پښې لپاره باید د بوټ تلی څو ساتني متره لوړ جوړ شي.

زه چې له کوره بهر کوڅې یا د سودا رانیول لپاره ووځم، ګڼ خلک مې په تماشا وي. ټولو پر ما سترگې گنډلې وي. يوه شېبه هم ما له پامه نه غورځوي، همداسې راته برند وي.

کله چې له ښي ګام پسې چپ ګام واخلم، نو سره له دې چې د بوټ تلی مې په موچي ډبل هم جوړ کړی؛ خو بیا هم ګوډ ګوډ کېږم. د دوی د حیرانتیا لامل به یوازې زما ګوډ ګوډ تلل نه وي، زما چوخې او کنډ کپر مخ به هم ښايي دوی حیرانوي.

همدا اوس مې پر مخ د لاس ورغوى راکش کاږم. له توروالي سره سره دومره چوخې چوخې دی، چې کله کله زما هم ترې کرکه وشی او ګومان وکړم، چې ما ټول عمر په بټۍ یا د ډبرو د سکرو په کان کې تېرې کړی او چې هر څومره ځان وهم وینځم، دا توروالی به رانه لاړ نه شي.

یوه ورځ ښوونکي په درېيم ټولګي کې علي خان زموږ ګاونډی، چې ټولګي ته ناوخته راغی او هغه غوښتل، چې هغه زما تر څنګ يې کېنوي؛ خو علي خان چې د ټولګي په ټوله دوره کې په ښکاره توگه له ما سره له کېناستا انکار کړی و، پر هماغه ورځ هم زما تر څنګ کې نه ناست. پر هماغه ورځ هم ښه ډېر وسونګېده، ما غوښتل، زړه پرې ښه یخ کړم؛ خو ګوډوالي مې له دغه کاره منع کولم او بل ما هم هغه نه ملامتاوه، چې ولې زما تر څنګ نه کېني.

خو رښتيا! همدا اوس چې هېندارې ته ولاړ یم او ځان مې بربنډ کړی او په ځير ورته ګورم، ښی ولی مې له عادي حالته ډېر راوتلی دی. ما چې هر څومره کوښښ وکاوه او چې هر څومره پنډه کورتۍ مې واغوسته، د ولي يا اوږې عیب مې پټ نه کړای شو. که څه هم زما ملا وتلې نه ده او کړوپ کړوپ نه ځم؛ خو په کلي کې په شا کړوپي مشهور یم. دا نوم اوس دومره خپور او بیا بیا اورېدل شوی او د خلکو په خولو کې ناست دی، چې زه یې په اورېدو نه حیرانېږم.

نهه میاشتې وړاندې نه رښتیا نهه میاشتې او درې ورځې وړاندې یوې ادارې د کارموندنې خبرتیا خپره کړه، د دغې ادارې ازموینې ته ما هم ځان حاضر کړ. تر ازموينې وروسته مې نوم د لست په سر کې راغی؛ خو تر انټرویو وروسته د هغې ادارې دروازه زما پر مخ بيرته نه شوه. دلیل يې څرګند دی؛ خو په ورته وخت کې ناڅرګند هم.

اوس په دغې پېښې څه باندې نهه میاشتې اوښتي دي، د ښوونځي له پېښو کلونه کلونه اوښتي؛ خو دا او ورته نورې پېښې مې ټول د اغزیو غوندې په فکر او ذهن کې په حرکت راځي او لاره کوي. ان په خوب کې هم راپسې دي. خوب مې ولید، چې پلار مې، وګوره خپل پلار، پلار چې ما ټوله هستي ګڼله، یوې غونډۍ ته خېژولی یم، زما ولی یې لوڅ کړی او د ښار ټول خلک يې زما د ولي نندارې ته رابللي دي. زه پوه نه شوم، چې پلار مې ولی داسې کوي؛ خو چې شپه راورسېده او پر ما يې کمپله راوغوړله، پر یو څه بوخت شو. ما د بړستنې له سوري نه وروکتل، ومې لیده، چې په لمن کې يې ګڼې پیسې غونډې کړې دي او یو یوه شمېري او یو پر بل يې کېږدي، چې بنډل ترې جوړ کړي. د پيسو يې له لاسه په لمن کې لوېږي او د بنډل له لوېدا سره سم زه هم راويښېږم. ګورم چې پلار مې په درانه خوب ویده او خرهاری يې خېژي.

اوس مې پر ځان سطل سطل اوبه اړوم او له ټول بدنه مې اوبه څاڅي. دا ټولې اوبه تر هماغې خښتې لاندې چې ما له بټۍ د خپلې لنډې پښې لپاره راوړې ده، ترۍ تم کېږي. د حمام مخامخ هېنداره ورو ورو خوله نیسي او زما او زما د اوږې تصویر ورو ورو په خوله کې پټوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب