شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبکره کتنهد یوه خوب تعقیب؛ پر کیمیاګر ناول کره کتنه

د یوه خوب تعقیب؛ پر کیمیاګر ناول کره کتنه

کره کتونکی: عصمت الله شینواری  

«دا کتاب هم د هغو شیانو په باب غږېږي، چې د نړۍ په ټولو کتابونو کې یې ذکر شوی دی. په دې کتاب کې د خپل برخلیک ټاکلو په اړه د خلکو بې کفایتۍ ذکر دي او په پای کې وايي، چې هر څوک د نړۍ تر ټولو غټ دروغ رښتیا ګڼي.»

دا جملې مې د کیمیاګر له متن څخه راخیستي دي. د پوهنتون په دویم ټولګي کې وم، چې اسد دانش، فقیر شاه کاکاخېل او د کیمیاګر پښتو ژباړن راشد خټک له استاد اسمعیل یون سره کابل پوهنتون ته راغلل. استاد یون دوی ته زه ور وپېژندلم او دوی یې ما ته راپېژندل. کله چې یې راشد خټک راپېژانده؛ نو دا یې هم وویل چې (دا خو به پېژنې، د کیمیاګر ژباړن دی). ما هغه وخت کیمیاګر لوستی نه و. له هماغې ورځې مې سودا شوه، چې کیمیاګر ناول پیدا او ویې لولم. کله مې چې ناول ولوست؛ نو په یو وار لوستو یې هېڅ موړ نه شوم او بیا مې ولوست.

د لیکوال په اړه

په یوه تخلیقي کتاب کې د هغه د لیکوال افکار ښه لیدلی شو؛ نو مخکې له دې، چې پر ناول خبرې وکړم، د لیکوال ژوند به لږ روښانه کړم. د دې ناول لیکوال پاولو کوېلو په ۱۹۴۷ زېږديز کال کې په برازیل کې وزېږېد. د ده پلار انجینر و. د نن زمانې د ډېرو پلرونو او مېندو غوندې د ده مور او پلار هم د ده راتلونکي لپاره مختلف پلانونه نيولي

عصمت الله شينواری

وو؛ ویل یې چې زوی به یې انجینر جوړېږي، خو پاولو کوېلو له ادبیاتو سره مینه لرله او د خپلو ارمانونو د پوره کولو هڅه یې کوله. دی د مور او پلار ډېرو نصیحتونو او وړاندیزونو له ادبیاتو انجینرۍ ته راونه ګرځاوه. د مور او پلار د خبرو منل یې پرېښودل او مور او پلار یې فکر وکړ، چې ګوندې دی عصبي ناروغ دی. دی اوولس کلن و، چې دوه ځله یې په لېونتون کې داخل کړ، چې هلته ورته د برېښنا شارټونه هم ورکړل شول. کله چې له لېونتونه راووت؛ نو له یوه تیاتر سره یې د ژورنالېست په توګه دنده ترسره کوله. دلته یې مور او پلار بیا پرې شکمن شول او بیا یې لېونتون ته ورساوه. هلته ورته ډاکټر وویل؛ دا لېونی نه دی او تاسې یې په ژوند کې ګوتې مه وهئ، پرېږدئ یې چې د ژوند له سختو سره په خپله مقابله وکړي.

له دې وروسته یې خپلو درسونو ته توجه واړوله؛ خو د ادبیاتو کوم شوق چې یې درلود؛ د برېښنا شارټونو بې خونده کړی و. د مجلې به خپرولو یې پیل وکړ؛ خو یوازې دوې ګڼې یې خپرې شوې. له دې وروسته يې د سندرغاړي راول سيکساز په غوښتنه د ده سندرې ولیکلې، چې پنځه لکه ټوکه خرڅې شوې او پاولو کوېلو ته زیاتې پیسې په لاس ورغلې. له دې وروسته یې په پولي ګرام کمپنۍ کې دنده واخیسته او د کرسټينې په نوم نجلۍ سره یې لیده کاته وشو او بیا یې له همدې نجلۍ سره واده وکړ. په ۱۹۸۷ کال کې یې لومړی کتاب The Pilgrimage چاپ شو او په ۱۹۸۸ کال کې یې همدا کتاب (کیمیاګر) چاپ شو او له دې وروسته یې ډېر نور کتابونه هم چاپ شول؛ خو کیمیاګر د ده نوم ډېر مشهور کړ.

پاولو کوېلو او د ده ښځه کرسټینا کوېلو اوس د برازیل په ریو دې جنېرو کې اوسېږي.

د کتاب په اړه

کیمیاګر The Alchemist ناول په ۱۹۸۸ کال کې لومړی ځل نهه سوه ټوکه چاپ شو او د لومړي ځل چاپوونکي یې د دویم ځل چاپول رد کړل. دویم ځل بیا روکو چاپ کړ. له دویم چاپ وروسته کتاب د خلکو خوښ شو او په نړیواله کچه یې غوښتونکي او مینوال پیدا کړل. رسنیز کانفرانسونه پرې جوړ شول او کیمیاګر یې د ډېرپلورل شوو کتابونو په لیست کې راوست. په ۱۹۹۳ کې د هارپر کالنز خپرندویه ټولنې د کیمیاګر پنځوس زره ټوکه په یوه وار چاپ کړل.

دا ناول په یو نیم سل هېوادونو کې په څه باندې اتیا ژبو ژباړل شوی او تر پنځوس میلیونو ټوکو زیات پلورل شوی دی، چې له نېکه مرغه پښتو ژبې ته راشد خټک ژباړلی او په ۲۰۰۸ کال کې دانش خپرندویه ټولنې چاپ کړی دی.  دا کتاب د عمر، دین او کلتور په پام کې نیولو پرته د هر چا د لوست وړ دی.

د ناول نوم

ځینې وختونه د ناول یا کیسې نوم لوستونکی په دې قانع کوي، چې ناول وپلوري او که ترې تېر شي. کله چې د ناول یا کیسې نوم تلوسه ولري او لوستونکي ته پوښتنې پیدا کړي؛ نو د ناول او کیسې لپاره ښه نوم کېدی شي.

کیمیاګر د دې ناول لپاره ډېر ښه نوم دی. دا نوم تلوسه لري او لوستونکي ته بې شمېره پوښتنې پیدا کوي. په انسانانو کې د نورو غریزو به شان د پلټنې غریزه هم شته، چې انسان د هر څه پلټلو ته هڅوي. کله په لار روان یو، یو دم د لارې په سر د څو تنو جنجال رامنځ ته کېږي. په دغه جنجال کې ښکېل خلک موږ هېڅ نه پېژنو خو بیا هم ورځو او ګورو، چې څه کیسه ده؟ ولې جنجال رامنځ ته شو؟ څوک ملامت دی او څوک نه دی؟ دغه د پلټنې غریزه ده. په همدې ډول که چېرته د ناول نوم تلوسه ولري، لوستونکی د پلټنې غریزه هڅوي، چې ناول ولولي. د دې ناول د شهرت یو لامل د دې ناول نوم (کیمیاګر) کېدی شي. ځکه مخکې له دې، چې سړی د دې ناول متن ولولي د ناول د نوم په اړه ورته پوښتنې پیدا کېږي؛ کیمیاګر چا ته وايي؟ په دې ناول کې کیمیاګر څه کوي؟ او دې ته ورته نور.

په همدې ډول دا نوم د ناول له متن سره هم ډېره ښه اړیکه لري. د ناول له پیله د کیمیاګر تر راپيدا کېدو پورې لوستونکی په تلوسه کې ساتي، چې کیمیاګر څوک دی او کله به راڅرګندېږي؟

د مانا له پلوه هم کیمیاګر ډېر ښه نوم او ښه مانا لري. کیمیاګر هغه چا ته وايي، چې د کیمیا په علم پوه وي. پخوا علمونه ټول تر یوه نوم لاندې مطالعه کېدل. مثال یې فلسفه د ټولو علومو مور وه او په وروسته زمانو کې قدم به قدم علمونه له فلسفې جلا کېدل او بیا د علمونو په دننه کې نور علمونه راوتل. همداسې کیمیا د طبعیت علم و او د طبعیت په اړه زور او زېر د کیمیا د علم بحث و او څوک چې به په دې علم پوهېده هغه به کیمیاګر بلل کېدو. د کیمیا علم د پخوا په اصطلاح د علوم خفیه یا علوم غریبه (کله سر) یوه څانګه ده، چې د فلزاتو له اړولو راړولو څخه بحث کوي. په کیمیاګر ناول کې لولو، چې کیمیاګر له سیکې څخه سره زر جوړوي. پاولو کوېلو دا نوم ورته د هماغې علوم خفیه له مخې غوره کړی دی. د دې اړوند زموږ خوشحال خان خټک د کیمیا ریمیا او سیمیا په باب ویلي دي او همداسې حمزه خان شینواری هم د سرو زرو جوړولو هڅه کړې وه. اوس وخت ميټافزیک د دې علومو ځای نیولی دی. که څه هم کټ مټ ميټافزیک ته علوم خفیه نه شو ویلی؛ خو بیا هم د علوم خفیه په ورکېدو سره؛ ميټافزیک د هغه وخت د کیمیا خبرې په خپلو بحثونو کې رانغاړي؛ نو د مانا په لحاظ د کیمیاګر نوم ډېر خوندور نوم دی او له دې څخه د لیکوال پاولو کوېلو په ادبیاتو، پخوانیو اسلامي (علوم خفیه، کله سر) او غیر اسلامي علومو او انسان پېژندنه کې لاسبری جوتېږي.

د ناول کیسه

د ناول لپاره کیسه یو اصل او بنسټیز توکی دی. له کیسه پرته ناول، ناول نه دی. د یوه ښه ناول کیسه له خپلو اړوندو جزیاتو او موضوعاتو سره منطقي تړاو لري او زړه راښکونکې وي.

کیمیاګر ناول هم یوه په زړه پورې، له رمزه ډکه یا مایسټري کیسه لري. د ناول کرکټر سانتیاګو غواړي، نړۍ وويني او د مور او پلار له خبرې، چې ملا جوړېدل یې غواړي تېرېږي او خپلو غوښتنو ته لومړیتوب ورکوي. سانتیاګو د نړۍ د لیدلو او پېژندلو لپاره بله وسیله نه لري، ځکه دی شتمن نه دی؛ نو له ځانه شپون جوړوي او د هسپانیې په غره او راغه کې مېږې پېوي (څروي). دوه ځله د خزانې په اړه خوب وینې، چې په اهرام مصر کې ده. وروسته یوې چنګړۍ پالګرې ښځې ته ورځي او هغه یې هم دې کار ته هڅوي، چې خزانه پسې ولاړ شي. بیا له یوه بوډا سره، چې ځان د سالم پاچا معرفي کوي او میچلز ډيک نومېږي، پېژني. وروسته له هسپانيې مصر ته په سفر وځي. به افریقا کې یې غل لوټي او بیا د ښيښو له دوکاندار سره مزدوري کوي. د پیسو له ګټلو وروسته د مصر په لورې ځي. په لاره کې له یوه انګرېز (پېرنګي) سره پېژني او هغه د کیمیاګر په لټون پسې راوتی وي. دی په صحرا کې مزل کوي او په صحرا کې لومړی له فاطمې او بیا له کیمیاګر سره ویني او همدا کیمیاګر یې د خزانې په لور لارښوونه کوي. اهرام مصر ته چې ورسي؛ نو ګوري چې خزانه نشته او د یوه غله لورې د هماغه غله خوب، چې وايي خزانه په د هسپانیې په هماغه ځای کې ده، چې دې شپانه به هلته مېږې پنډولې، بېرته سانتیاګو هسپانیې ته راولي او د سرو، سپینو، لالونو او غمیو ډک صندوق، چې پخوا لوټ شوی و په لاس ورځي؛ نو د یوه خوب تعقیب سانتیاګو د خزانې خاوند کوي.

ناول درې برخې پیل، منځ او پای لري.

د ناول له تلوسې ډک پیل لوستونکی مجبوروي، چې ناول تر پایه وګوري. د ناول پیل د کیسې د غوټې را څرګندېدل دي؛ نو څومره چې جالب او په زړه پورې وي، هغومره لوستونکي نیسي او تر پایه پرې ناول لولي.

د دې ناول پیل داسې شوی دی «هلک سان تیاګو نومېده. د ماښام تیاره په خورېدو وه، چې هغه د خپلې رمې سره یوې زړې ګرجې ته راورسېد. د ګرجې بام پخوا غورځېدلی و او په هغه ځای کې یو غټ چینار ولاړ و چرته به، چې کلونه وړاندې سپېڅلي او مقدس څیزونه کېښودل کېدل…»

د دې ناول پیل زموږ د ناولونو خلاف د داسې یوه روایت په شان شوی دی، لکه موږ به چې واړه وو؛ نو انا به مو کیسې راته کولې او همداسې به یې ویل. لکه؛ «ښځه کرکر ببی نومېده او په غرو کې اوسېده. دې ته یې ځکه کرکر ببی ویله، چې دې به همېش غاښونه تېرول او د غاښونو تېرولو به یې کرکر کاوه». او یا هم داسې؛ «دوه وروڼه وو، یو نېکی و او بل بدی و. نیکي به نېک کارونه کول او بدي به بد کارونه کول. سېلاو راغلی و او د کلي خلک یې وړي و، کله به چې نېکي خلک ژغورل، بدي به بېرته خلک سېلاو ته ور ټېل وهل.

نو داسې پیل د ناول لپاره ښه نه برېښي. دا پیل که لږ بل ډول له تلوسې ډک شوی وی، ښه به و. زموږ ناولونه داسې نه پیلېږي او که پیل هم شي؛ نو زیاتره پرې د ولسي نکل او کیسې ګومان کېږي. دلته د محمداجان یار د هوسۍ ناول د پیل څو جملې راوړم؛ «د کوټې کړکۍ او دروازه بېخي ډنګې ډیوال پرته وه. د لمر وړانګې په کړکۍ کې راننوتلې وې. هوا دومره پاکه وه، چې زره ګرد هم د لمر په وړانګو کې نه لیدل کېده. ځان مې کړکۍ ته ښه ورنزدې کړ،» دغه پیل په یوې ښې منظرکشۍ شوی دی او د طبعیت له انځورولو وروسته په کرار کرار لوستونکی منځ او بیا پای ته ور ایله کېږي.

د ناول له پیله، چې کومې غوټې ګنډه شوي دي، د ناول په منځ کې ترې وړې غوټې سپړل کېږي او اصلي غوټه یا غوټې پای ته پاتې کېږي.

د دې ناول منځ ډېر خوندور دی. له پیله نیولې تر منځه په کې ډېرې وړې غوټې سپړل شوي دي او که لوستونکی یې تر پیله لږ مخکې ورتېر شو؛ نو له غوټو سره مخ کېږي او تر پایه یې لولي. د په منځ کې موږ ته دا غوټې راسپړل کېږي؛ هلک ولې مصر ته ځي؟ پېرنګی څوک او هغه ولې مصر ته ځي؟ د ښيښو د دوکاندار برخلیک او نورې ډېرې وړې غوټې پکې سپړل کېږي؛ خو له دې سره سره اصلي یوه یا دوې غوټۍ هم د ناول منځ د ناول پای ته پرېږدي تر څو لوستونکی ناول د وروستۍ کلمې تعقیب کړي. د کیمیاګر ناول اصلي غوټې، چې په پای کې راسپړل کېږي؛ هلک خزانه پیدا کړه او که نه؟ کیمیاګر په رښتیا هم له هرې مادې سره زر جوړولی شي؟ او داسې نور هم.

د ناول پای د هغو ټولو وړو او غټو غوټو او ګنډو د سپړنې ځای دی، چې له پیله نیولې بیا په منځ هم غوټه شوي وي. د ناول ښه پای هغه دی، چې د ناول اړوندې ټولې پوښتنې ځواب کړي.

د دې ناول پای په دې ډېر خوندور دی، چې د کیسې اړوند ټولې پوښتنې یې په پای کې ځوابېږي. خزانه موندل، په فاطمې پسې بېرته ورتګ او داسې نورې وړې پوښتنې هم ځوابېږي.

د ناول موضوع یا پېغام

د ناول موضوع، پېغام او مسېج هغه څه دي، چې لیکوال غواړي د ناول د رنګینو کلمو او الفاظو له لارې یې لوستونکي ته ورسوي، یانې د ناول موضوع دومره ارزښتمنه ده، چې لیکوال دا دومره الفاظ د همدې ټکي لپاره یوه په بل کې پېيي؛ تر څو لوستونکی د ده په پېغام پوه شي. د ناول موضوع د ټول ناول څخه اخیستونکی درس دی.

د کیمیاګر ناول موضوع د ژوند په راز پوهېدل دي. هغه راز چې ډېر کم خلک پرې پوهېږي. د نړۍ زیاتره انسانان په ورځنیو چارو کې د کمپیوټر په ډول بوخت دي یانې د کمانډ په ډول امر اخلي او کار کوي، لکه څنګه چې یې کمپيوټر کوي او دا کمپیوټر ډوله کار یې روټين ګرځېدلی وي. دوی په نورو انسانانو پسې ګوري او زیاتره خو دا کوښښ کوي، چې د دوی طرز او طریقه خپله کړي. د دوی اصلي تمرکز په الګو، نمونه او ایډیال باندې وي؛ خو په دې نه پوهېږي، چې زه ولې د نورو انسانانو لپاره الګو او نمونه نه شم جوړېدی؟ د دې پر ځای چې بل څوک زما ایډیال وي، زه ولې د چا ايډیال نه شم؟ دا ناول دغسې خلکو ته وايي، چې د ژوند راز هغه څه نه دی، چې تاسې یې په یوه بل انسان (ایډیال، الګو او نمونه) کې ګورئ، بلکې دا هغه راز دی، چې د ژوند حقیقي مانا درپېژني او په دې راز ډېر کم خلک پوهېږي او دا هغه راز دی، چې په تاسې کې دننه پروت دی. ستاسې خوبونه، ستاسې د زړه غوښتنې او ستاسې ارمانونه ستاسې لپاره له هر ایډیال او الګو ښه او تاسې د ژوند راز ته رسولی شي. د ناول په یوه برخه راځي؛

بوډا پاچا، هلک ته وايي: «دا هغه ځواک دی، چې په لومړي نظر کې منفي ښکاري؛ خو په اصل کې له بنیادم سره د ده د برخلیک په موندلو کې مرسته کوي. دا د بنیادم روح او اراده تشکیلوي. د نړۍ یو غټ رښتیا دا دي، چې ته که هر څوک یې او هر څه کول غواړې؛ خو که یو کار په رښتیا سر ته رسول غواړې؛ نو لامل یې هغه هیله ده، چې د نړۍ په روح کې زېږېدلې ده او په نړۍ کې ستا مرام همدغه کار سرته رسول دي.»

هلک، بوډا پاچا پوښتي: «خو که هغه کار لالهانده ګرځېدل او یا د سوداګر له لور سره واده کول وي؛ نو بیا؟»

بوډا پاچا ځواب ورکوي: «بېخي، او که هغه کار د یوې پټې خزانې لټون هم وي. د نړۍ روح د خلکو په خوشحالیو پایي او د خلکو په غمونو، حسادت او رخه هم پایي، د خپل برخلیک پېژندل د بنیادم رښتینی مرام دی. ټول شیان یو ډول دي، کله چې څوک په رښتیا یو کار سر ته رسول غواړي؛ نو ټوله نړۍ د هغه مرسته کوي.»

لیکوال غواړي د دغو دوو کرکټرونو په خوله موږ ته ووايي، چې قسمت کته کړی خر دی، هرې خوا ته یې چې بیایې، درسره درومي. هېڅ کار کول سخت نه دي، مګر هر کار اراده او عمل غواړي. تر ټولو مهم یې عمل دی، اراده خو یوازې یو نوم دی او یوازې د عمل پیلامه ده. که سانتیاګو په رښتیا د پیسو او مال شوقي وی؛ نو ده خو په دوکان کې ډېرې پیسې وګټلې، په صحرا کې یې د سرو زرو خښتې وګټلې؛ هغه یې بس و. خو خبره د پیسو نه بلکې سانتیاګو ته د خوب رښتیا کول او د خزانې په لټون کې د همت نه بایلل مهم ول، نه پیسې.

د ناول پلاټ

پلاټ په ناول کې د لویو او وړو پېښو د منطقي تړاو ذهني طرحې ته وايي. په ناول کې د پېښو تړښت ډېر مهم دی او لیکوال باید د ناول پلاټ ته توجه وکړي، داسې ونه شي، چې یوه پېښه پای ته رسېدلې نه وي بله پېښه واقع شي او د هغې د پاسه بله واقع شي، چې لوستونکی ګډوډ کړي او له ناوله یې زړه توری کړي. د هندي فلمي سریالونو یوه کمزوري د سم پلاټ نه لرل او د پېښو ګډوډي ده.

د کیمیاګر ناول د پېښو تړښت یا پلاټ تر ډېره سم او منطقي دی؛ خو په یو ځای کې داسې پېښه واقع کېږي، چې لمر او باد کرکټرونه جوړېږي او له سانتیاګو سره خبرې اترې کوي. لومړی د ښه تړښت مثال راوړم؛ «دوه نورې میاشتې هم تېرې شوې او د صندوق په برکت ډېر خلک دوکان ته راغلل. هلک حساب کاوه، چې که دی شپږ میاشتې نور هم کار وکړي؛ نو دومره پیسې به وګټي، چې بېرته به اسپانیه ته لاړ شي او شپېته څه، چې شپږشلې مېږې واخلي…» همداسې دا پېښه چې هلک سوچ کوي، چې بېرته هسپانيې ته تګ او که مصر اهرام ته په خزانه پسې؟ د بوډا خبرې ور یادېږي. له دې سوچونو وروسته بله پېښه داسې واقع کېږي: «یوه ورځ هلک د غره په سر یو سړی ولید، سړي ګیله کوله، چې دومره اوچت غر ته راختو نه پس هېڅ شریفانه ځای نشته، چې بنیادم پکې کېني او کوم مشروب وڅښي، هلک نېغ دوکاندار ته راغی: راځ، چې … غره ته ختونکیو خلکو لپاره چای جوړول پیل کړو.» څومره ښکلی تړښت! ګورو، چې یوه وړه پېښه چې د صندوق په جوړولو سره دوکاندار او سانتیاګو ډېرې پیسې ګټي، بله پېښه ورسره داسې واقع کېږي، چې د یو سړي چایو ته شوق شي او هلک سمدلاسه دوکاندار ته وايي، چې راځه چای هم خرڅې کړو؛ د صندوق له پېښې سره د چایو د پېښې تړل او د دواړو لامل د پیسو ګټه ده؛ خو په اصل کې دا هر څه د هلک برکت و، ځکه هلک لټ نه و او بې همته نه و؛ هغه غوښتل خپل مقصد ته ورسېږي؛ چې په ښکاره په ناول کې د ده د ژوند مقصد خزانه؛ خو په اصل کې د ژوند راز ته رسېدل دي. خو ستونزه دلته ده، چې صحرا، باد او لمر په خبرو راځي؛ خو له مخکینیو پېښو سره بې تړاوه دي. مخکې له دې چې دوی خبرې وکړي، سانتیاګو او کیمیاګر د قبیلې مشر نیسي او دی بیا له صحرا، سیلۍ او وروسته له لمر سره خبرې کوي، چې دا پېښه له دې مخکې نه واقع شوې وه او نه ورته زمینه برابره شوې وه.

د ناول کرکټر

کرکټر هغه څوک دی، چې لیکوال غواړي په ناول کې پر هغه عمل ترسره کړي. له مرکزي کرکټر سره د ناول د موضوع په سرته رسولو کې کوچني یا فرعي کرکټرونه رول لوبوي. ښه کرکټر بیا هغه دی، چې د لوستونکي د خوښې وړ وګرځي، خواخوږي یې ورسره پیدا شي او په حافظه کې یې پاتې شي.

د کیمیاګر ناول مرکزي کرکټر سانتیاګو دی. سانتیاګو ټول هغه صفتونه لري، چې د ښه کرکټر صفات دي، لکه: د لوستونکي د خوښې وړ ګرځېدل، ورسره خواخوږي، په یاد پاتې کېدل. کله چې ناول پیلېږي؛ نو سانتیاګو شپون معرفي کېږي، نو لوستونکي په دې کې دلچسپي پیدا کوي، چې د ناول نوم کیمیاګر دی او سانتیاګو شپون دی؛ نو اوس به څه کېږي؟ ایا همدا سانتیاګو کیمیاګر دی؟ خو نه هغه خو شپون دی؛ نو بیا کیمیاګر څوک شو او له دې شپانه سره یې څه کار؟ دا پخپله یوه تلوسه ده، چې د کرکټر ځانګړنه یې بللی شو.

د کیمیاګر ناول فرعي کرکټرونه؛ چنګړۍ پالګره ښځه، چې د سانتیاګو خوب تعبیروي – بوډا پاچا، چې سانتیاګو ته د مصر اهرام ته د تللو او د خزانې په اړه خبرې کوي – په افریقا کې غل هلک، چې سانتیاګو لوټي – د ښيښو دوکاندار، چې سانتیاګو ورسره په دوکان کې کار کوي – پېرنګی، چې د سانتیاګو د مصر د سفر ملګری وي – فاطمه، چې سانیتاګو پرې میینېږي – کیمیاګر، چې سانتیاګو په رازونو پوهوي او د خزانه درک ورښايي – او همدا ډول هغه غل، چې سانتیاګو په اهرام کې وهي او ورته وايي، ده خوب لیدلی و، چې خزانه په هسپانیې کې ده. دا ټول د کیمیاګر ناول کرکټرونه دي او موږ وینو، چې همدې کرکټرونو په مرسته سانتیاګو تر خزانې رسېدلی دی او موږ په دې پوهېږو، چې د کیمیاګر لیکوال په خپل ناول کې ډېر ښه کرکټرازېشن کړی دی.

په ناول کې د کرکټرونو ډیالوګ (خبرې اترې)

کېدی شي، چې ناول ډیالوګ ولري او یا یې هم ونه لري او دا هم کېدی شي، چې ډیالوګ داسې وي، چې کرکټر له ځان سره خبرې وکړي او یا له نورو سره خبرې وکړي.

په کیمیاګر ناول کې مرکزي کرکټر هم له ځان سره او هم له نورو کرکټرونو سره خبرې اترې کوي، اوږدې خبرې هم لري او لنډې هم او هر کرکټر ته مناسب ډیالوګ لیکل شوی دی. د سانتیاګو او پالګرې چنګړۍ ښځې یو ډیالوګ راخلم: «بوډۍ ته یې کړل: زه نه غواړم، چې وخت برباد کړم. ښځې ځواب ورکړ: ما خو له وړاندې خبر درکړی، چې خوب ګران دی. په ژوند کې ساده ښکاره کېدونکي څيزونه تل غیر عادي وي؛ خو په مطلب یې فقط هوښیاران خلک پوهېږي. زه په خپله هوښیاره نه یم؛ ځکه خو مې نور شیان؛ لکه د لاس کرښې لوستل زده کړي دي. هلک: ښه زه به هتله (اهرام مصر ته) څنګه ځم؟ ښځه: زه تش د خوبونو تعبیر کول، خوبونه په واقعیت کې نشم بدلولی؛ ځکه خو د خپلې لور په ګټه ژوند تېروم…».

د ناول ژبه

ناول ادبي ژانر دی؛ خو ژبه یې باید دومره شاعرانه نه وي، چې بېخي د منثور شعر اطلاق پرې وشي او نه هم دومره ستوغه سپوره وي، چې ژورنالیستي راپور دې وبلل شي. د لیکنې یو هدف د مخاطب مالومول دي؛ نو کله دې چې مخاطب مالوم کړل، باید د هماغو مخاطبینو له پوهې سره سمه ژبه وکارول شي، یانې د داسې ژبه چې ستا د مخاطبو لوستونکو لپاره د پوهېدو وړ وي.

ما د کیمیاګر پښتو ژباړه ولوسته؛ نو د دې اجازه لرم، چې ووایم د کیمیاګر ناول د ژباړې ژبه نسبتاً ښه ده او پر ستوغوالي او سپوروالي د ادب تومنه ور اچول شوې ده. لکه؛ «…خو چې د نجلۍ مخ ته یې وکتل؛ نو داسې احساس لاندې کړ، لکه وخت چې ودرېدلی وي او د نړۍ روح د ده په روح کې ننوتلی وي. هلک د نجلي تورې سترګې او سرې شونډې ولیدې، چې یوه نه اورېدونکې مسکا پکې نغښتې وه؛ نو وپوهېدو چې دا د نړۍ تر ټولو مهمه ژبه ده؛ ځکه چې هر څوک په زړه کې پرې پوهېږي او خلک دې ته مینه وايي. مینه چې د بنیادم نه هم لرغونې ده او د صحرا نه هم پخوانۍ ده. کله چې سترګې څلور شي، لکه د هلک او نجلۍ سترګې، چې د کوهي په غاړه ولاړ وو؛ نو یو لوی طاقت زېږوي.»

په ناول کې منظرکشي

منظرکشي د ناول کرکټرونو او کردارونو ته ښکلا وربخښي او هم د پېښو طبیعي والی ښیي.

په کیمیاګر ناول کې هم په پوره اندازه منظرکشي شته دی او بېلګې یې ډېرې دي. دلته یې بېلګه راخلم: «…کیږدۍ ته له ننوتو نه پس هلک حیران پاتې شو، ده چېرته فکر نه و کړی، چې د صحرا په منځ کې به دا رقم کیږدۍ هم وي. په کیږدۍ کې دومره ښکلي قالینونه غوړېدلي وو، چې هلک چېرته وړاندې قدم هم نه و پرې ایښی. د کیږدۍ د بام نه د سرو زرو څراغونه راځړېدل، چې خوندناکه رڼا یې کوله. د قبیلې مشرانو په نیمه دایره کې د ورېښمو بالښتونو ته ډډې وهلې وې. په بالښتونو ښایسته او نازک کار شوی و. خدمتګاران د سپینو زرو پتنوسونه په لاس تلل راتلل…»  دغه منظرکشي ډېره په زړه پورې ده او په کتاب کې دې ته ورته نورې بېلګې هم شته.

په پای کې به ووایم، چې کیمیاګر ناول له هغو ناولونو څخه دی، چې د ناول په ژبه موږ ته د ژوند رښتینې مانا راښيي. موږ په پښتو کې متل لرو؛ اوله بیه میره ده. یانې کله چې یو سړی اوله سودا او بیه کوي؛ نو له میرتوبه یې مطلب بریا او کامیابي ده. په کیمیاګر کې دې ته د مبتدیانو طالع ویل شوې ده. یانې که څوک غواړي، چې خپل خوب تعقیب کړي یا هم په خپل یوه ارمان پسې ولاړ شي او یوه هم د خپلې یوې غوښتنې پيڅکه ټینګه کړي؛ نو ټول طبعیت له ده سره په لومړي سر کې مرسته کوي او دا د مبتدیانو طالع ده او یا د پښتنو په ژبه میره بیه ده. د ژوند مانا ده، دا نه ده چې ډوډۍ وخوره، درس ولوله، وظیفه واخله او بس بیا اورګاډی په خپل لاین به روان یې او هېڅ کله به کوږ نه شې، بلکې د ژوند مانا دا ده، چې ته درونګرا واوسي. سمه ده، چې به ډېرو واقعیتونو کې یو حقیقت حتمن وي؛ خو د هاغه حقیقت موندل په ډېرو واقعیتونو کې خپل وخت ضایع کول دي. د دې پر ځای چې موږ نورو ته غوږ ونیسو او یا هم د نورو په خوښه خپل ژوند وکړو؛ ولې په خپله خوښه ژوند ونه کړو؟ ولې خپلې غوښتنې پوره نه کړو؟ ولې خپل ارمان ته ونه رسېږو او ولې خپل خوب تعقیب نه کړو؟

په کیمیاګر ناول ډېرې خبرې کېږي، ځکه دا یو فکشنل او تخیلي ناول دی؛ خو زه نورې خپلې خبرې پای ته رسوم او تاسې ته د کیمیاګر د لوستو سپارښتنه کوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب