Homeروغتیاروماتیزوم یا د بندونو التهابي ناروغي | ډاکټر رفیق اصفي

روماتیزوم یا د بندونو التهابي ناروغي | ډاکټر رفیق اصفي

روماتیزوم (Rheumatism) یوه دوامداره او خطرناکه التهابي ناروغي ده چې د بدن پر کوچنیو بندونړ یا مفصلونو حمله کوي. د دې ناروغۍ نښې نښانې زیاتره د لاس – پښو د ګوتو په بندونو کې لیدل کیږي. د دې ترڅنګ یې نښې نښانې مړوند، ښینګرو او زانګانو په بندونو کې هم ترسترګو کيږي. په ۴۰ سلنه خلکو کې د بندونو ترڅنګ د بدن نور غړي او سیستمونه هم تر اغیز لاندې راولي لکه؛ پوستکی، سترګې، سږي، پښتورګي، زړه او رګونه.

د روماتیزم ناروغي هغه وخت منځته راځي چې زموږ د بدن دفاعي سیستم د بدن حجرو او نسجونو په مقابل کې په غلطۍ سره انتي باډي جوړه کړي او زموږ خپل بدن تر حملو لاندې راولې، چې د حالت  تهAutoimmune Reaction)  وايي.

د ناروغۍ نښې:

په بندونو کې درد، پړسوب، د تودوخې لوړوالی او نازک کیدل.

د بندونو شخوالی او سختوالی چې عموما له خوبه له پاڅیدو وروسته او سهار له خوا زیات لیدل کیږي.

د استراحت کولو په وخت او د شپې لخوا د بندونو درد زیاتیدل او له فعالیت کولو سره د درد کمیدل.

تبه، د ستړیا احساس، د وزن کمیدا او داسې نور یې تر ټولو غټې نښې دي.

د ناروغۍ لاملونه:

د روماتیزوم ناروغۍ تر اوسه پورې اصلي لامل نه دی څرګند، خو ځینو څیړنو ښودلې چې دا ناروغي هغه وخت رامنځته کېږي چې زموږ د بدن دفاعي سیستم  بندونه تر حملې لاندې راولي او د بندونو د التهاب لامل ګرځي.

جنټيکي لامل يعنې د کورنيو په غړو کې روماتيزم او هغې ته ورته ناروغۍ.

 ځينې ويروسي او باکتريايي ناروغۍ چې د روماتيزم سبب ګرځي.

کوم خلک چې د دې ناروغۍ له خطر سره ډير مخامخ دي؟

جنسيت: ښځې تر سړو نهه برابره زياتې په خطر کې دي

عمر: هغه خلک چې د ديرشو او پنځوسو کالو ترمنځ عمرونه لري.

جنټيک: په کورنۍ کې د روماتيزم ناروغي.

سګريټ څکول.

چاغوالی يا زيات وزن.

درملنه:

پورتنۍ نښې د روماتيزم ناروغۍ ابتدايي حالت څرګندوي، روماتيزم يوه تخریبي ناروغي ده چې د درملنې امکان يې د ناروغۍ په پرمختللي حالت کې ناممکن دی، خو که چيرې د ناروغۍ د نښو په څرګنديدو سره د دوو مياشتو په موده کې تشخيص او درملنه يې ترسره شي نو د ناروغۍ څ د ښه کيدو امکان ډېر زيات دی.

که چيرې تاسې يا ستاسو د کورنۍ په غړو کې پورتني نښې نښانې وليدل شوې نو ژر تر ژره د روماتولوژۍ يا د بندونو د ناروغيو متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

اخیستلیکونه:

Kelley’s Textbook of Rheumatology Ninth Edition

American College of Rheumatology

MayoClinic.org


ډاکټر رفیق آصفی.
انقر، ترکیه

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...