Homeخبرونههرات کې پر پاشدان بند برید کوونکي ووژل شول

هرات کې پر پاشدان بند برید کوونکي ووژل شول

تاند(سه شنبه، د حوت ۲۶) د هرات ځايي چارواکي وایي هغه طالبان یې وژلي چې د پاشدان بند پر ساتونکو یې برید کړی و.

د هرات د والي رسنیو ته ویلي په استولي ویډیوي پیغام کې ویلي، وسله والو طالبانو نن سهار د پاشدان بند پر ساتونکو برید وکړ خو تر پېښې وروسته د امنیتي ځواکونو له لوري تعقیب شوي او د پښتون زرغون ولسوالۍ په تونیان کلي کې ووژل شول.

د هغه په خبره طالبان پنځه کسه وو، چې ټول له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

پاشدان تر سلما وروسته په هرات کې د اوبو مهم بند ګڼل کېږي چې د جوړونې چارې یې روانې دي.

د یاد بند پر ساتونکو تېره شپه درې بجې د وسله والو کسان له لوري برید وشو، چې دوه سرتیري پکې ووژل شول او یو بل ټپي دی.

د والي په خبره برید طالبانو کړی او له دې وړاندې یې د یاد بند ۱۱ کارکوونکي تښتولي، چې لا هم بې درکه دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دظی ویلي.

ناپېژاندو وسله والو د پاشدان بند ۳ ساتونکي وژلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...