دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+چې سیاسي حالت کټ-مټ بیا نه تکرارېږي؟

چې سیاسي حالت کټ-مټ بیا نه تکرارېږي؟

جنرال دولت زیري

– هله شورویان مات شول، غواړي له افغانستان څخه کډې بار کړي!

– ببرک کارمل يې نه مني، باید پر ځای يې نجیب الله راشي!

– ټول له نجیب الله سره ملګري شئ، ځکه د شوروي ملاتړ ور سره دی!

– نجیب الله وايي سر ورکوم، خو سنګر نه ور کوم!

– بنین سېوان افغانستان ته سوله راوړي، د سیمې هېوادونو تر منځ همغږي را منځ ته کوي!

 – د پاکستان حالت خراب دی، مجبور دی چې سوله وکړي!

– نجیب الله وايي، په زور يې نه شي نیولی، سوله کوم، خو خلقيان يې نه مني!

– بنین سېوان وايي، په پاکستان کې يې حکمتیار نه مني!

– شوروي او امریکا وايي، خلقيان او حکمتیار ووهئ!

– د وهلو لاره يې کودتا ده!

– پاکستان وايي هله نجیب الله نور مقاومت نه شي کولای، ولایتونو ته سقوط ورکړئ!

– نجیب الله، هله خفه شوي پرچمي ملګري را ټول کړئ، لیوان د رمې د ساتلو له پاره وګومارئ!

– کارمل وايي، هله عظیمي، کاویاني، وکیل، مزدک،  زما ګران شاګرد نجیب الله ته تاريخي سبق ورکړئ!

– روسیه وايي، ښه نو واک زما په خوښه بل ته ولېږدوئ!

– امریکا وايي، سمه ده استاد رباني به مسکو ته در ولېږو، کارونه ورسره جوړ کړئ!

– پاکستان وايي، اردو کباړ کړئ، که نه نو له جهاد څخه ملاتړ او زما د دومره قربانیو ګټه څه شوله!

– شوروي او امریکا وايي، سوله د نجیب الله په استعفا پورې تړلې ده!

– عظیمي وايي، وکیل جانه ته نظام ړنګ او د مسکو په خوښه يې شمال ټلوالې ته تسلیم کړه او زه به د کارمل صاحب غچ له نجیب الله څخه واخلم!

– پاکستان وايي، زما خوږو ملګرو د اردو د کباړ کولو تر څنګ کابل ته هم اور واچوئ، ځکه چې ستاسو د یارانو جنرال ضیاالحق او جنرال اختر عبدالرحمن روح به خوشحاله شي!

دا ټول کارونه په ډېر ښه شکل تر سره شول، په هره برخه کې اتلو او هوښیارو افغانانو ور ته چکچکي کولې.

ښه نو! یار ګرم نه دي، یار ګرم نه دی ملنګ جانه

                  ما په خپله ځان سیځلی یار ګرم نه دی

يوې پېښې ته د تاریخي پېښې مقام ځکه ورکول کېږي چې زده کړه ترېنه وشي. که نه نو نور هېڅ اهميت نه لري.

د کټ مټ پرتله:

افغانان خو يا تاريخ نه لولي او یا يې تحلیل نه شي کولای، که نه نو هر څه کټ مټ روان دي!

– نجیب الله او کارمل

محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله

– کودتا

– تقاعد

– بنین سیوان

– ډاکټر زلمی خليلزاد

– امریکا، شوروي او پاکستان

– د شوروي ځواکونو وتل

د امریکايي ځواکونو وتل

– د ژنیف تړون

د قطر تړون

– د امریکا په خوښه د شورویانو له خوا  ټولو کارونو منل!

اوس د روسيې په خوښه د امریکایانو له خوا د هر څه منل

– هلته هم پاکستان مجبور و، چې مجاهدین سولې ته وهڅوي

اوس هم پاکستان مجبور دی چې طالبان سولې ته وهڅوي

هلته پایله:

سوله په غم ولړل شوه،

واک شمال ټلوالې ته انتقال شو،

کابل وسوځېده،

اردو کباړ شوه،

نجیب الله په دار وخاته،

په بن کې غونډه جوړه شوه،

اوس پایله:

مسکو، انقره

 د واک لېږدول،

هلته په فلم کې امريکا، شوروي، پاکستان، عظیمي، دوستم د نجیب الله په مقابل کې کار کاوه،

اوس هم امریکا، روسیه، پاکستان په فلم کې دي

 او نور يې تاسو په ګوته کړئ،

دوی ټول د ډاکټر محمد اشرف غني په مقابل کې رول لوبوي!

                                کټ مټ!

                          « یار ګرم نه دی!!!»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب