دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeروغتیاد جنسي قوت د زیاتېدا اسانه لار

د جنسي قوت د زیاتېدا اسانه لار

تاند- د ډېرو نارینه وو یوه لویه اندېښنه د خپل جنسي قوت په اړه وي. ډېر فکر کوي چې ژر انزال کېږي. خو علمي څېړنې وايي که څوک تر یوې دقیقې په لږ وخت کې انزال یا په عامه اصطلاح خلاص شو، ستونزه لري کنې دغسي نه ده.

له دې سره سره چې حقیقت همداسي دی ډېری نارینه غواړي چې مقابل لوري ته ځان قوي وښيي او ژر خلاص نه شي.

په امریکا کې شوې څېړنې وايي چې د دې لپاره چې نارینه له دې ستونزې خلاص شي تر ټولو اسانه او بې ضرره لار یې دا ده چې د ادرار کولو په مهال څو ځلي متیازې بندې او بېرته دوام ورکړي.

دوی وايي که څو ځلي ادرار د ۴ یا ۵ ثانیو لپاره ودرول شي نو د مثانې او د ادرارو د کنټرول عضلې غښتلي کېږي. د دغو عضلو پیاوړتیا د ژر انزال کېدو له مخنیوي سره مرسته کوي.

دوی وايي چې نارینه دې د ورځې څو ځلي دا تمرین وکړي او له یوې مودې وروسته دې نتیجه وګوري.

8 COMMENTS

  1. دا خو زیاته اسانه طریقه ده که کوم بله داسی اسانه طریقه وی نشر یی کړه ځکه اوس اکثره نوی ځوانان په دی مشکل اخته دی

  2. بله اسانه طریقه یی بیا دا ده چی د لمستی یا یو ځای کیدو به وخت کی د خپل فکر پر سیکس نه تمرکز کوی یعنی بل څه ته د فکر اړوی
    . او بله طریقه یی بیا دا ده چی خپل پوستکی د په خپلو نوکانو باندی نیسی او پری فشار د راوړی تر څو درد وکړی.

  3. داسی مشکلاتو سره دیر زوانان اخته شوی دی که چیرته به طریق هم وی نو ستاسو هیله کوو چی نشر یی کره ترسو دا زوانان له دی مشکلاتو سخه خلاص شی

  4. سلانونه
    روره دا خو ډير ګران کار دی ما خو ډيرکوشش وکړ خو کومه نتيجه يي ورنکړه
    . او دا د انګريزانو طريقي پريده کمه اسلامي طريقه وښايه

  5. ګرانو لوستونکو!
    سلامونه او نیکې هیلې مې ومنئ.
    ګران اسرار اتل وروره! خدای جل جلاله شاهد دی چې کله مې ستا له لوري لیکل شوی پیغام ولوست ډېر زیات می وخندل او په هماغه آن راته یو څه په فکر راغلل او غواړم یې چې له تا او نور درنو لوستونکو سره شریک کړم:
    دا ستونزه په فقهی اصطلاحاتو ښه توضیح شوېده او د حل لارې ورته ډیرو علمای کرامو وړاندې کړې دي غواړم د ټولو درنو لوستونکو حضورته هم د ژغورنې لارې چارې یا وقایه او په یادې ستونزې د اخته کسانو لپاره څه وړاندې کړم. له هرڅه مخکې دا وایم چې زما ټول ټکي می له نورو علمای کرامو را نقل کړي دی او دا په دې معنی چې مصدر او ماخذ یې کوم امریکایې او انګریزې منبع نده، هلیه لرم چې د ژوند په چارو کې مو د دین او ایمان په ژغورنه کې کارنده ونډه ولري.
    د ژغورنې چارې:
    • پردیو ښځو او حرامو عکسونو او انځورونو ته سترګې مه پریږدﺉ
    • په چورت وهلو کې هیڅکله ځان په جنسي اړیکو کې مه مشغول کوﺉ
    • د جنسی شوق په آن سمدلاسه اودس وکړي او دوه رکعته نفل لمونځ اداء کرﺉ یا که داسې فرصت نه وي نو دالله تعالی ذکر وکړﺉ
    • که د جنسي شوق د کنترول په اړه ناتوانه یاست نو بیا هیڅکله یوازی ځای کې مه اوسئ
    • تل له داسې کسانو سره ملګرتیا وکړي چې ښه او اسلامي اخلاق ولري او تاسې له وخته مخکې له جنسي شوق څخه وساتي.
    • خپل فارغ وخت په سپورټ او بدني روزنه باندې ولګوﺉ او له دې سره بیا هم ښه خواړه مه خورﺉ
    • د دوشنبه او پنجشنبې ورځې روژه د ځان عادت کړﺉ
    • پام کوﺉ چې شيطان او شهواني خواهشات مو د لاس نه په کاراخیستلو عادت نه کړي، که نه نو بیا د هر ډول جنسي کمزورۍ سره مخ یاست.
    • تل له زنا او بدلمنۍ او لوطات څخه ځان وساتئ
    • په پای کې باید ووایم چې هر وخت الله تعالی په یاد ولرﺉ چې له هرډول بدو په امان کې شئ.
    د درملنې لارې چارې:
    • هر غیر اسلامي او غیر اخلاقي عمل چې لرﺉ له هغو ټولو الله تعالی ته توبه وکړﺉ او د تل لپاره ځان ترې وساتئ
    • سترګې او نور اندامونه مو له حرامو وژغورﺉ
    • د جنسي اړیکو له پیل کولو مخکې په یخو اوبو اودس وکړﺉ
    • د جنسي اړیکو په پیل کې بسم الله الرحمن الرحیم وویاست
    • د جنسي اړیکو په درشل کې د ګرمیدو زیاتې مستۍ او شوخۍ مه کوﺉ
    • د جنسي اړیکو په آن خپل ځان (مخصوص اندام) او خپلې د ژوند ملګرې ( مخصوص اندام )ته ډېرمه ګورﺉ
    • د جنسي اړیکو په بهیر کې د خپلو مغزو او تفکر تمرکز په جنسي اړیکو باندې مه راټولوﺉ
    • جنسي اړیکې په زیات تیزوالی او چټکۍ سره مه ترسره کوﺉ
    • د جنسي اړیکو په ټول دوران کې له نظافت او پاکۍ کار واخلئ
    • له جنسي اړیکو چې کله خلاصیږﺉ سمدلاسه د ځان وینځلو لپاره اقدام مه کوﺉ
    • په خوراکونو کې مو شيدو، خرما، شاتو او خامو پیازو ته مخه وکړﺉ
    ګرانو لوستونکو دا پورته لارښوونې د فقهي علماوو او هغو پوهانو له ویناوو را اخیستل شوې دي چې له قرآنکریم او مبارکو حدیثو سره یې اسلامي طب کې هم معلومات درلودل.
    الله تعالی دې ټولو مسلمانانو ته هدایت وکړي او خدای جل جلاله مو دې تل په حلالو له حرامو بسیا ساتي.

  6. ورور جانه ددی طریقی په استعمالولو سره می په پښتورګو کی ډیر سخت درد پیدا سو آیا دا درد تاوانی دی کنه زه خو یی ډیر زیات په تشویش کی کړی یم ډیر سخت درد کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب