مجيب الرحمن محمودي
خلک ټول ژوندي دي، خو ژوند نه کوي. ځکه چې هغوی لا ژوند نه دی پېژندلی او د ژوند کولو لار يې نه ده موندلې، د ژوند ارزښتونه يې نه دي پېژندلي، په دې نه پوهېږي چې ژوند څه مانا او ژوند کول څه مانا او ژوند د څه له پاره کوو. دا ځکه چې هغوی له دې ټولو سره سره د ژوند نزاکتونه نه مراعاتوي.
زما په نظر رښتینی ژوند هغه دی چې یوازې د ځان له پاره ونه شي، بلکې باید خیر او نفعه يې نورو ته هم ورسوو. د خپلې شاوخوا نورو اوسېدونکو ته ضرر ونه رسوو، که هغه معنوي ضرر وي او که فزیکي.
د خپل چاپېريال نور اوسیدونکي لکه خپل ځان داسې وبولو، لوېدلو ته لاس ورکړو او را پورته یې کړو، په خبرو کولو کې له پوره پاملرنې کار واخلو، ترڅو داسې څه مو له خولې ونه وځي چې بل څوک ورباندې خپه شي.
په مجلس کې له هغو کړنو جدي ډډه وکړو چې نور ترې متضرر کېږي. که کوم داسې اعمال یا عادات ولرو چې هغه د مجلس له ادابو سره په ټکر کې وي په کار ده چې په کلکه ډډه ترې وکړو او د خپل ژوند داسې نورې چارې هم منظمې کړو.
دا مې ځکه وویل چې کله د غور ولایت لعل او سرجنګل ولسوالۍ ته په سفر را روان شوم نو نوی چاپ شوی (ژوند او نزاکتونه) کتاب مې چې ښاغلي وقار صیب راته ډالۍ کړی و را سره را واخیست او په خالي وخت کې مې ولوست.
د وقار صیب په ګوتو دې برکت وي چې د یوه رښتیني ژوند هغو نزاکتونو ته یې لوستونکي متوجه کړي چې موږ هره ورځ او هر ځای ورسره مخ یو.
شاید تر ما پورې ډېر داسې کسان وي چې په دغه کتاب کې یادو شویو نزاکتونو ته یې هېڅ پام نه وي او له همدې امله یې ژوند نیمګړی وي او رښتیني ژوند ته نه وي رسېدلی.
خدای دې وقار صیب ته نور همت هم ورکړي چې د ژوند د نورو نزاکتونو لیکلو له پاره هم خپل قلم را واخلي او د همدې کتاب په شان یې د یو بل کتاب په بڼه لوستونکو ته وړاندې کړي او موږ ته دې خدای همت راکړي چې یو یو کتاب له بازاره واخلو او ویې لولو، ترڅو له یوې خوا د ژوند ځینو نزاکتونو ته متوجه شو او له بلې خوا ښاغلی وقار صیب د بل کتاب د چاپ لپاره زړه ونیسي.
په همدې هیله