Homeخبرونهکراچۍ کې پر پاکستاني رینجرز ځواک چاودنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله...

کراچۍ کې پر پاکستاني رینجرز ځواک چاودنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند (سه شنبه د حوت ۲۶) په کراچۍ کې د پاکستان پر رینجرز ځواک موټرسیکل بم چاودنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کراچۍ پولیسو ویلي چې دا پېښه دوشنبه ماښام په اورنګي ټاون کې هغه مهال رامنځته شوه چې د رېنجرز ځواک پوځي موټر له دې سیمې څخه د تېرېدو په حال کې وو.

د کراچۍ د پولیسو مشرې (اېس اېس پي) سهايي عزيز په وینا، چاودېدونکي مواد په یوه موټرسايکل کې ځای پرځای شوي وو او چاودنه ورته ورکړل شوې ده.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې په دې چاودنه کې یو رېنجرز وژل شوی، دوه رینجرز، دوه پولیس او نور عام خلک ټپیان شوي دي.

پاکستاني پوليسو ددې پېښې د څېړنې خبر ورکړی دی.

په ورته مهال د بلوچ ليبرېشن ارمي په نامه د بلوڅو وسله ‌واله ډله وايي، نفرو يې د پاکستان د سند ايالت په کراچۍ ښار کې د پاکستان د رنجرز عسکرو پر موټر چاودنه کړې، يو يې وژلی او لس يې مرګوني ژوبل کړي دي.

د دغې ډلې وياند جييند بلوڅ ويلي دي چې ملګرو يې دغه چاودنه د کراچۍ په اورنګي ټاون سيمه کې کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، پاکستانيان دې وپوهېږي چې اوس ورڅخه نه يوازې په بلوچستان، بلکې د پاکستان په هېڅ ښار کې نه شي خلاصېدای.

د جییند په خبره، تر څو چې بلوچستان ازاد شوی نه وي، همداسې حملې او بريدونه به دوام کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...