چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeسیمه - نړۍامریکا په تېرو ۵ کلونو کې له ټولو ډېرې وسلې پلورلي

امریکا په تېرو ۵ کلونو کې له ټولو ډېرې وسلې پلورلي

تاند ( سې شنبه، د کب ۲۶ ) راپورونه وایي، د امریکا متحده ایالاتو وروستیو پنځو کلونو کې له ټولو ډېرې وسلې پلورلي دي.

ستاکهوم کې د سولې څېړنیزې مؤسسې سیپري په یوه راپور کې ویلي چې د ۲۰۱۶ م او ۲۰۲۰ م کال تر منځ په ټوله کې د پلورل شويو وسلو ۳۷ سلنه یې امريکايي وسلې وې، چې کابو نيمايي یې د منځني ختيځ پر هېوادونو پلورل شوي دي.

راپور وايي، امریکا، فرانسه او آلمان چې د وسلو ستر صادروونکي هېوادونه دي د وسلو صادرات یې ډېر کړي، خو بر عکس د روسیې او چین صادرات کم شوي دي.

راپور کې ویل شوي، په دغو پنځو کلونو کې د ټولې نړۍ يو پر دريمه برخه وسله امریکا پلورلې او سعودي عربستان ترې اخیستې ده.

د سیپري د راپور له مخې، د امريکا د وسلو صادرات له ۲۰۱۱م څخه تر ۲۰۱۵م کال پورې د تېر په پرتله ۱۵ سلنه ډېر شوي دي.

راپور کې ويل شوي، چې د روسیې د وسلو څرخلاو د هند له خوا د وسلو په وارداتو کې د کمښت له کبله لږ شوی دی.

سعودي هغه هېواد یاد شوی، چې په تېرو ۱۰ لسو کلونو کې یې د منځني ختیځ هېوادونو ته ډېرې وسلې واردې کړي او په دې برخه کې تر ۲۵ فيصده زيات ډېروالی ليدل شوی دی.

په دغه برخه کې د سعودي واردات ۶۱ سلنه او د قطر واردات بيا آن ۳۶۱ سلنه لوړ شوي دي.

د سيپري مؤسسې يوه څېړونکي سيمون وازمن ویلي چې د آسيا او اوشيانا له خوا د وسلو د وارداتو د زياتېدو علت چين ته د يوه مخ پر پراخيدونکي ګواښ په توګه له کتلو سره تړاو لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب