Homeخبرونهد مشال خان شپږم تلین؛ څېړونکي: پاکستان کې افراطیت نور هم زیات...

د مشال خان شپږم تلین؛ څېړونکي: پاکستان کې افراطیت نور هم زیات شوی

تاند:( شنبه ، د حمل ۲۶ ) د پښتونخوا په مردان کې د عبدالولي خان پوهنتون د محصل او پښتون روښانفکره مشال خان د شپږم تلین له پوره کیدو سره، څېړونکي په پاکستان کې د افراطیت د زیاتیدو خبرداری ورکوي.

مشال خان د یاد شوي پوهنتون د ژونالېزم پوهنځي محصل و.

هغه د ۲۰۱۷م د اپرېل میاشتې په ۱۳مه نېټه قهرجنو خلکو، چې زیاتره د همدغه پوهنتون محصلان وو،‌ په پوهنتون کې دننه د مذهب د سپکاوي په تور وژلی وو.‌

د نوموړي له وژل کیدو وروسته د پاکستان د حکومت یوه څېړونکي پلاوي ثابته کړه، چې د مشال خان د وژلو لپاره ادعا شوی تور بې بنسټه و او هغه د مذهب سپکاوی نه و کړی.

د مشال خان د وژنې په تور ۵۷ کسان نیول شوي، چې اکثره یې محصلان دي.

د پاکستان د څېړنې او امنیتي علومو د څېړنې مرکز تېر کال په خپل رپورټ‌ کې ویلي د پاکستان د جوړیدو له لږ عمر راهیسې د ۲۰۲۱ پورې د مذهب د سپکاوي په ۱۴۱۵ پېښو کې د ۱۸ ښځو په شمول ۸۹ کسان په صحرایي ډول وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...