شنبه, اپریل 27, 2024
Home+رنګونه او اغېز یې / ل ـ ازمون

رنګونه او اغېز یې / ل ـ ازمون

یادونه: د رنګونو په باب یوه څېړنه او بحث دی چې په پرلپسې توګه به خپرېږي.

د سر خبرې

ستاسې مخ کې پرتې کرښې زما د مطالعې او شخصي تجربو یوه پایله ده. له کوشنیتوبه را نیولې تر ننه مې ځینې رنګونو پر ذوق اغېز ښنده، کله به یو را وړاندې شو او کله بل. تور، زېړبخن او ګلابي رنګونه مې له کوشنیتوبه خوښېدل. د خپل ذوق، مطالعې او تجربې له مخې مې د رنګونو اغېز را وسپړه.

د رنګونو په باب مې د نورو نظرونه ولوستل او واورېدل، د شاعرانو او لیکوالو په لیکنو کې مې د رنګونو انځورولو ته هم پام و.

 رنګونه د بېلابېلو کیفیتونو په جامه کې را څرګندېدل، په تشبیه، استعارې په تېره په هنري او ناهنري سېمبولونو کې ډېر را څرګند شول.

د رنګونو بڼې او اغېز د انسان وجود ته بېلابېل کیفیتونه بښل، رنګ طبع او ذوق خوړوباوه، یوه خاصه ژبه یې لرله. ارواپوهانو او طبیبانو  پرې درملنه کوله. بالاخره رنګ د انسان د ژوند یو ښکلاییز بنسټ وخوت.

هڅه مې وکړه چې خپله شخصي تجربه او مطالعه را ټوله کړم، پایله یې دا شوه چې د رنګ له اغېز او مطالعې څخه دغه کرښې ستاسې سترګې ښکل کړي.

زه دغه هڅه د نورو څېړنو لپاره یوه پاپلۍ بولم، هیله من یې چې نور لیکوال به دغه سکالو نوره هم وڅېړي او پاخه اثار به پرې ولیکي.

دا تاسې او دا هم زما نیمګړې تجربه او پوهه.

لنډیز

د دغو تور کرښو په ټولګه کې د رنګ ارزښت، ښکلاییز او رواني اغېز او ډولونه څرګند شوي. په لومړۍ برخه کې رنګ راپېژندل شوی دی چې رنګ څه ته وايي؟ بیا همداسې د رنګ پر ډولونو بحث شوی دی چې رنګونه د ظاهري او باطني بڼو له مخې تت ، راڼه او تیاره دي.

 د امواجو او اغېز له مخې بیا په تودو او سړو وېشل کېږي.

 د رنګونو ګرمښت او سړښت پر سترګو اغېز ښندي، دغه اغېز ښندنه پر ذهن او زړه اغېز کوي چې له مخې د یو شخصیت خوی، خاصیت او مزاج څرګندېږي.

په ټولیزه او بنسټیزه توګه د شکل له مخې رنګونه څلور او اوه ښودل شوي دي، دا نور هغه رنګونه دي چې له ګډولې رامنځته شوي دي.

په اسلام کې اوه رنګونه ( سپين، سور، تور، زېړ، زرغون او اسماني) بنسټیز ګڼل شوي دي چې : (( په دې کې یې ځینې رنګونه ډېر شوخ او ګرم دي لکه سور او ژېړ او ځینې یې بیا ساړي دي لکه زرغون (شین) او سپین رنګونه

له دې رنګونو څخه نږدې اووه سوه نور رنګونه راوځي او کله چې له دې رنګونو څخه کوم یو له بل سره ډېر ګډ شي نو دا رنګونه تولیدوي.

دلته د هر رنګ ښکلاییز ارزښت د ادب په دنیا کې څرګند او دا را جوته شوه چې رنګونه د کلمو انځوریزه جامه او خوځندوی دي.

په همدې بنسټ دلته د رنګونو ښکلاییز او رواني اغېز په بېلګو کې څرګند شوی او سپړل شوی دی، د رنګونو روغتیايي ارزښت ته هم برسېرنه پاملرنه شوې ده، ځکه رنګونه د ژوند بېلابېل مخونه او په روغتیايي دنیا کې د بدن ویټامینونه دي. رنګونه د رنځونو درمل او د ژوند د ښکلا بېلابېلې جامې دي.

رنګ یوازې هغه پدیده نه ده چې په سترګو کې خپل تاثر او نقش پرېږدي، بلکې دغه پدیده د انسان پر ژوند، حواسو او طبع اغېز ښندي. له طبیعت او توکیو سره د انسان اړیکه را څرګندوي.

ماشوم د رنګینو ټکو او انځورونو له لارې ښه زده کړه کولی شي .

دلته رنګونه  حواس، عادتونه او خویونه روزي. دغه روزنه د ټولنې د وګړو ترمنځ اړیکه ټینګوي.

رنګ د قومونو ترمنځ د یو ملت د جوړېدو سېمبول، د  سیاستوالو، ګوندونو او قومونو ترمنځ د موخو دبیان ژبه ده.

ژبپوهان هم رنګونه د اروايي اغېز ښندنې او ژبني چار لپاره بېلابېل مفاهیم ګڼي.

د رنګ دنننی جوهر او کیفیت د لیدونکي نور حواس را پاروي او اغیز پرې ښندي، دغه پارونه او اغیز ښندنه د ذهني او نفسي تجربې زیږندنه ده. دلته لیدونکی د خپل ذهن پر بنسټ قضاوت کوي. د رنګ بڼه هم ذهني ده.

 عیني بڼه يې هماغه بهرني یا ظاهري وجود دی چې په سترګو لیدل شوی دی. په ادب کې تر ذهني همدا عیني انځور ارزښمن دی.

رنګونه یو رواني کیفیت دی چې د لیدونکي ښکلاییز حسي تجربې څرګندوي. دغه ذهني حسي تجربې څه په مستقیمه او څه هم په نا مستقیمه بڼه ځان را ښيي.

سریزه

رنګ ښکلاییز او رواني اغېز دی چې د بشر او طبیعت تر منځ اړیکه ټینګوي، ذوق خړوبوي، روح خوشحالوي او د رنځونو درملنه کوي.

رنګونه د ژوند بېلابېل رنګین مخونه دي.

ښکلاییز اغېز یې د شاعرانو او لیکوالو په لیکنو کې ښکاري، سیاستوال او ټولنپال یې د اړیکو ټینګولو او خپلو موخو ته د ژبې ورکولو نښه ګڼي.

د قومونو، ملتونو او ټولنو تر منځ  د یووالي او را ټولېدو یو نغری او ارزښتونو ته د بیان یوه ژبه هم د رنګ ټاکنه ده.

رنګ د قومونو ترمنځ د یو ملت د جوړېدو سېمبول دی، بېلګه یې  ملي بیرغ یادولی شو.

د وګړیو ترمنځ په یو فکر د راټولېدو چرګۍ ده، ځینې سیاستوال او ګوندونه د خپلو موخو د بیان  لپاره رنګ د راټولېدو یو سېمبول ګڼي.

شاعران او لیکوال هم د خپلې خبرې د پخلي، ذوق خړوبونې او فکر لپاره رنګ د تشبیه، استعارې، سېمبول، مجاز، کنایې او… په توګه کاروي.

ژبپوهان هم رنګونه د اروايي اغېز ښندني او ژبنۍ چارې لپاره بېلابېل مفاهیم ګڼي.

په دې تورو کرښو کې همدغه مسالې څه ناڅه راسپړل شوې دي.

خدای دې وکړي چې دا کرښې د ذوق خړوبونې، درد ټکورونې او رنځونو لپاره درمل وګرځي.

موخه

د دې لیکنې یوازینۍ موخه د رنګ ښکلاییز او رواني اغېز ښودونه او په هنري تجربو کې یې را سپړنه ده.

ارزښت

ارزښت یې په دې کې دی چې د ژوند په چارو او ښکلا کې د رنګ اغېز څرګند شي. رنګ د سکون، خوښۍ، آرامۍ او سوکالۍ څیز دی. د ژوند بېلابېل مخونه راښيي او په خوند مو پوهوي.

کلمې

رنګ، ښکلا، اغېز، تور، سپين، سور، شین، زرغون، آبي، ګلابي، نسواري، زېړ، بانجاني، پدیده او…

فرضیه

رنګ د انسان ذوق خړبوي، د شخصیت په وده روزنه او پالنه کې ارزښمن تمامېږي او رواني اغېز یې ژوند ته ساه بښي.

اصلي پوښتنې

۱ ـ رنګ د انسان پر ژوند څه اغېز لري؟

۲ ـ د رنګ ښکلاییز او ژبنی اغېز په څه کې دی؟

۳ـ د رنګ رواني اغېز په څه کې دی؟

۴ـ رنګ د انسان د شخصیت په روزنه او پالنه کې څه ارزښت او اغېز لري؟

فرعي پوښتنې

۱ ـ رنګ د انسان، حیوان او چاپیریال ترمنځ څنګه اړیکه ټینګوي؟

۲ ـ رنګ په کولتور کې څه ونډه اخلي؟

۳ ـ رنګونه څو ډولونه لري؟

۴ـ رنګونه یو له بله سره څه اړیکه لري که نه؟

۵ ـ  رنګونه په لیکنې او ګړني ادب کې څه ډول یاد شوي دي؟

د څېړنې مېتود

د دې څېړنې مېتود تشریحي دی، بڼه یا روش یې کتابتوني دی.

شالید

په دې برخه کې د ګوتو په شمار لیکنې شوې دي. هغه کتابونه چې زما تر سترګو شوي دي هغه په دې ډول دي:

۱ ـ د رنګونو رازونه

دا کتاب ډاکتر محمد السقاعید په عربۍ ژبه لیکلی دی او عبدالحق ثاقب پښتو ته را ژباړلی دی، په دې کتاب کط د رنګونو په ارزښت او رازونو خبرې شوې دي، په کتاب کې د هر رنګ بڼه او رواني اغېز را سپړل شوی دی.

دغه کتاب په ۱۳۹۲لمریز کال د پښتو کاروان د ژباړې مرکز له خوا د دانش خپرندویې ټولنې د تخنیکي څانګې په زیار خپور شوی دی.

۲ ـ د رنګونو نړۍ

دغه کتاب د حبیب الله ځدران په قلم لیکل شوی دی، په دې کتاب کې اتلس فصله ځای شوي دي، د رنګونو جوړښت، ډولونه، طبي او رواني ارزښت او د کارونې بېلابېلې برخې پکې را سپړل شوي دي. دغه کتاب رواني او طبي ارزښت لري.

دغه کتاب په ۲۰۱۰کال د دانش خپرندویې ټولنې تخنیکي څانګې له خوا په کابل کې خپور شوی دی.

                                            ۱ ـ د رنګ پيدایښت او ارزښت

۱ ـ‍۱: د رنګ پیدایښت

هره پدیده د خپل جوړښت او ماهیت له مخې را پيژند ل کېږي، د پديدې جوړښت، ظاهري بڼه راښيي، خو ظاهري بڼه کې يې نغښتی جوهر داخلي کیفیت او اغیز څرګندوي.

د انسان حواس له دنننۍ او باندني جوړښت سره اړیکه لري. حواس پارونکي څیزونه یا پديدې د دننني او باندني جوړښت له مخې اغیز ښندونکي دي.

رنګونه هم ظاهري اوباطني  دواړه بڼې لري، د رنګ بهرنۍ یا ظاهري بڼه د لیدونکي حواس ځانته د سترګو له لارې را بولي. لومړنی حس سترګې دي چې د رنګ څېره را پيژني.

 د رنګ دنننی جوهر او کیفیت د لیدونکي نور حواس را پاروي او اغیز پرې ښندي، دغه پارونه او اغیز ښندنه د ذهني او نفسي تجربې زیږندنه ده. دلته لیدونکی د خپل ذهن پر بنسټ قضاوت کوي. د رنګ بڼه هم ذهني ده.

 عیني بڼه يې هماغه باندنی یا ظاهري وجود دی چې په سترګو لیدل شوی دی. په ادب کې تر ذهني همدا عیني انځور ارزښمن دی.

رنګونه یو رواني کیفیت دی چې د لیدونکي ښکلاییزې حسي تجربې څرګندوي. دغه ذهني حسي تجربې څه په مستقیمه او څه هم په نا مستقیمه بڼه ځان را ښيي.

رنګ روح ته خوښي او سکون بښي دغه سکون خوښي او ارامي د انسان درملنه ده،  رنګ سترګو ته اوبه ورکوي او ذوق تنده یې خړوبوي. زړه ته سکون بښي ، د زړه سترګې هم رنګ ټاکي او خپل ذوق پرې خړوبوي.

 طبیبان په رنګونو درملنه کوي، د رنګ پر کیفیت رنځونه غلي کوي.

 څيزونه خپل اغېز په رنګ ښندي، رنګ د څیزونو کیفیت راښکاره کوي د لیدونکي حواس راپاروي او خپل ځان ته یې رابولي.

پخوانیو شاعرانو در، مرغلرې، یاقوت ، لال عتیق، مرجان او… څیزونه له رنګونو جوتول، ددغو څیزونو پېژندنه په رنګ کېږي، دوی دغو څیزونو ته د ګرانښت تر څنګ د ښکلا له لیده هم ګوري، ښکلا یې په رنګ کې ده.

دلته دوه لیده دي: یو یې قیمت او بل یې ارزښت یا ښکلا ښيي.

د لیدونکي سترګې د هر څيز په لیدو کیفیت څښي او خوښوي يې، د هر څیز بازار د رنګ په کیفیت کې نغښتی دی.

د اپلاتون د وینا پر بنسټ چې د هر څیز تر شا یو حقیقت شته، د رنګونو ښکاره بڼې تر شا هم د یوه حقیقت ښکالو اورو.

د رنګ د څرګندې بڼې تر شا د هغه د کیفیت سپړنه تفکر غواړي. تفکر د رنګ په کیفیت سپړنې پسې هڅه ده، تعقل د رنګونو تفکیک کوي، تخیل او تصور یې تخييل او تصویر په راښکونکې، پارونکې او اغېزناکه  ژبه وړاندې کوي.

مخ دې په سپین کې سرخي وايي

لکه خاصه چې په ګلاب وغوړوینه

دلته سپین د خاصې، سرخي د ګلاب په مخونو کې ځان راښيي، تر منځ یې ګډه وجه رنګونه او ښکلا ده، دا یوه تخيلي تجربه ده. دلته رنګونه په حسي کلمو یا څیزونو کې راښکاره شول، مخ په سپين کې سرخي ویل یو پاراډوکس دی چې  ښکلا او ځلېده ښيي. دغه ښکلا او ځلېده بیا د څیزونو په تصویر کې تخييل شوي دي.

عقل او ذهن  له رنګونو نه په علمي او فني تجربو کې کار اخلي، زړه د رنګونو په ټال زانګي او خیالي دنیا پرې ابادوي.

۱ ـ۲: د رنګ ارزښت

ماشوم د رنګینو ټکو او انځورونو له لارې ښه زده کړه کولی شي . ماشومان په کیسۍ کې پوښتي: سور دی سندوخک دی، له سرو غمیو ډک دی. دلته سور او سندوخک د څیز بڼه راښيي. دویم ور ته ځواب کې وايي: انار

رنګونه حواس، عادتونه او خویونه روزي. دغه روزنه د ټولنې د وګړو ترمنځ اړیکه ټینګوي.

له دې سره سره رنګونه د ژویو، الوتونکیو او په ټوله کې د حیواناتو ترمنځ اړیکه جوړوي، یو دبل ذوق خړوبوي او یو بل پوهوي.

(( یو مولانا صیب د لوی اختر د قربانۍ په حقله تقریر کولو، هغه د قربانۍ دومره فضیلتونه او ثوابونه بیان کړل چې کوم طالبان هغه ته ناست وو، هغوی دومره متاثره شول چې اووه کسان پکښې په شریکه قرباني کولو ته تیار شول، هغوی پیسې راجمع کړې او یو سخی یې واخست ـ سخی یې د جمات نه بهر وتړلو، قربانۍ ته لا څو ورځې پاتې وې ـ طالبانو به وار په وار سخي له د پټو نه ګیاه راوړه او هغه به خوړه ـ خو د دې سره سره چې نور طالبان خبر شول ـ هغوی راتلل او د سخي خوله به یې کتله چې په غاښونو پوره دی که نه؟ طالبان ډېر زیات وو، یوه نا اشنا شان تماشه وه، هر طالب به د سخي خوله وازوله او د غاښو کتلو نه پس به یې ویل، برابر دی ـ سخی طالبانو دومره تنګ کړو چې بیا به په لاره څوک هم تېرېدلو او سپينه ټوپۍ به یې په سر وه، نو سخي به ور ته د لرې نه خوله چینګه کړه چې دا ګنې طالب دی. )) ( علي خېل دریاب، ډاکتر بادشاه روم، د قندو قتلمې، ۲۰۲۱ز، ۹۰ ـ ۹۱ م م)

په دې واړه نکل کې  سخي طالب په سپینه ټوپۍ پېژندلی دی. سخی له سپین رنګ سره بلد شوی دی.

(( یو کوڼ به ګډې بېزې څرولې ـ یوه ورځ د هغه نه خپله رمه ورکه شوه ـ په دغه لټون کښې هغه ګرځېدلو چې د غره لمن ته ورسېد، هلته یو زمیدار ایوه کوله ـ دی ور ته په پوله اودرېد او غږ یې ورته وکړو ـ ښه چارې …وروره، تا خو زه مار د ګډو بېزو رمه نه وي لیدلي ـ اتفاقا دغه زمیدار هم کوڼ و ـ هغه ور ته چوکه پورته کړه، ویل دا برګ ښه دی، د هغه مطلب دا و چې دی ګنې زما نه تپوس کوي چې قلبه کښې دې کوم غوایي ښه دی… )) ( علي خېل دریاب، ډاکتر بادشاه روم، د قندو قتلمې، ۲۰۲۱ز، ـ ۹۴ م)

دلته غوایی په برګ رنګ پېژندل شوی دی، برګ رنګ نه دی، بلکې د رنګونو یوه ګډوله ده او خاپي خاپي رنګونه دي. رنګ عیني وجود دی، نو د برګ په لیدو برګ غویی له نورو بېلېږي. د برګ ستاینوم نور پخپله په نوم بدلېږي. دلته هم چې وايي : دا برګ ښه دی. برګ د غويي څرګندوی دی، نو رنګونه په متونو کې د ستاینوم تر کارونې وروسته په نوم بدلېږي.

طاووس هغه مرغه دی چې بڼې یې د بېلابېلو رنګونو پلوشې شیندي، وګړي هڅه کوي چې خپله ذهني ستړیا د دغه مرغه د رنګونو په پلوشو ومینځي.

د پیشو سترګې ډېره تېزه او پارونکې رڼا لري، خلک له پیشو سره په سترګو مینه کوي، د همدې مینې پر بنسټ یې ساتي او په ځینو ځایونو کې یې د کور غړې بولي.

د توتي شنې بڼکې او سره مښوکه اغېز ښندونکې ده، توتي د خبرو سېمبول دی، د توتي خبرې د بڼې له مخې هم اغېز ښندونکې دي، ستړي کوونکې نه دي.

کوتره د خپل رنګ له مخې د زړه پر بام کېني، معصومیت یې د سولې او ارامۍ نښه ده یا سپینه کوتره د خپل معصومیت او رنګ له مخې د سولې نښه ده.

رنګ د قومیت او ملت جوړونې په برخه کې رغنده ونډه اخلي. د وګړو ترمنځ اړیکې او په لویه کې د ملت جوړونې تفکر یو اړخ رنګ دی.

د دې خبرې د پخلي لپاره د پښتو دغه ټپه یو سند کېدای شي:

اصیل ګلاب به خدای را نه کړي

د نورو ګلو مې باغچې ولاړې دینه

دلته د ګلاب  اصلیت مشخص شوی دی، اصیل ګلاب ځانته ځانګړی رنګ او وږمه لري، اصیل ګلاب ته وطني ګلاب هم ویل کېږي، له دغه ګلاب سره زموږ د حواسو چلن عاطفي او هنري دی. د اصیل ګلاب پاڼې د رنګونو هنداره ده، د دغو پاڼو په رنګونو او وږمو کې د یوه زړه ګډ غږونه نغښتي دي. زړه  ملت او رنګونه یې  قومونه دي.

رنګ د انسان جوهر او شخصیت راپېژني، خوشال بابا د خپل روان پر بنسټ  خپل جوهر داسې راپېژني:

چې تور ويښته دې سپين شول خوى دې نور نه شو خوشحاله!

باور كړه اوس ناحق د سړي نوم درباندې ږدم/کلیات،  ۸۲

په لاندې شاعرانه نظم کې د خوشال روح د اجمل په رنګ کې څرګند شوی دی، اجمل د خوشال له رنګه رنګ اخستی دی. دغه رنګ اخستنه د خوشال د شخصیت او کارنامو څرګندونه کوي. ( په رنګ کې راتلل) د شاعر هغه ګړنه ده چې د یو انسان اخلاقي، تهذیبي او کاري شخصیت د بل په کارنامو او شخصیت کې را څرګند شي.

خوشحال چې مغل خېلو ته په نوي جنګ کې راغی

نو روح د خوشحال خان مې د اجمل په رنګ کې راغی

خوشحال به وئېل جنګ مې د پښتون په نام وننګ دی

اجمل وې ما څټلی د خوشحال د تورې زنګ دی

د نوي استعمار نوي مغل سره مې جنګ دی

ربابله مې ورکړی په يو نوي شهباز ټنګ دی

رازوړند مې په غاړه کښې کچکول لکه ملنګ دی

په ټوله پښتو نخوا مې د قلم او تورې شرنګ دی

ای ربه ستاجهان په محنت کشو باندې رنګ دی

نو بيا ولې په دوي باندې ارت جهان تنګ دی

په تله د انصاف کې دې پېدا ولې پارسنګ دی

تل خوار غريب پښتون له د  الله سره ګويا دی

اجمل مې د پښتو ژبې موسی کليم الله دی

د رنګ ښکلاییز ارزښت د عاطفي تجربو له مخې ښه راڅرګندېږي، نو ویلی شو چې رنګ پر خپل ظاهري جوړښټ سربېره عاطفي ارزښت او اغیز هم لري.

د سپرلې لۀ خوا به دومره نصيب غواړم

چې د ګل شونډې پۀ خپلو وينو سرې کړم

صاحب شاه صابر

د ګل شونډې په خپلو وینو سرې کول له خپل ارمان سره د مینې د ثبوت عاطفي غبرګون دی.

بیرغ له رنګونو جوړ دی، هر رنګ یې یو سېمبول دی، هېوادونه او ملتونه د رنګ له مخې راپېژندل کېږي، رنګ دی چې موږ ته سیمه ، خلک  او ذوق را پيژني.

( تورې جامې) یو ځانګړی توصیفي ترکیب دی ، د هغو سیمو خلک يې ډېرې کاروي چې سړې وي، د تورو جامو اغیز عاطفي او مینه ناک وي.

دا ستا ارمان و ما پوره کړ

تورې جامې په ګرمۍ چا اغوستي دینه

دلته د تورو جامو اغیز د یو ځانګړي ذوق ښکاروندوی ده ، په تورو جامو د مینې اړیکه پالل شوې، دغه اړیکه سیمبولیکه ده . موږ ته د شخص او سیمې ذوق راښيي.

رنګونه پر اروايي او ښکلاییز اغېز سربېره روحاني او مذهبي اغېز هم لري، د هندوانو په مذهب کې زېړ رنګ ته د تقدس په سترګه کتل کېږي. دوی په زېړ رنګ کې یو ډول مصونیت او معصومیت ګوري.

زېړپه تصوف کې د نفس اماره نښه ده.

 پښتانه زېړ رنګ د هجر او جدایۍ په توګه کاروي، د دوی په خټه او طبع کې هجر نغښتی دی. د هجر یو علامت یا سیمبول زیړ رنګ دی. د پښتنو معشتي او کولتوري ژوند ته په کتو، زېړ رنګ تنګلاسي، بې وسي او محرومیت راښيي.

تا د سفر موزې په پښو کړې

د زیړو ګلو باغ پر چا سپارې مینه

په لومړۍ مسره کې مسافر پښتون ته خطاب دی، دویمه مسره پټه خبره ده او هغه خبره ده چې معشوقه يې په ښکاره نه شي کولی، په دغه پټه خبره کې د معشوقې اندرونې کیفیت نغښتی دی . د زېړو ګلو باغ یو سیبمولیک او استعاري ترکیب دی، پدې ترکیب کې د معشوقې یو حالت انځور شویدی . د زېړو ګلو باغ د عاشق او معشوق ترمنځ د شهوانې غریزې  وروستی برید دی.

‏تا په سفر ځواني زړه کړه

‏زه د وطن حالاتو زیړه پاڼه کړمه

(زېړه پاڼه) د ویناوال ځپلی  وضعیت او څېره ښيي.

زېړ رنګ د زېړۍ تبې لپاره هم کاروي:

هلک مین شو ، رنګ يې زیړ شو

مور ته بانې کړي چې زېړۍ تبې کومه

زېړۍ تبه میېنتوب او هجر راښيي.

1 COMMENT

  1. کور مو ودان، ښکلی لیکنه مو وړاندی کړیده.
    د ” سخی ” پر کلمه می سترګه وموښتی، نه پوهیږم چی منظور همهغه ” خُسی ” دی او که د سیمه ایزی لهجی د توپیر پایله ده؟
    بله خبره دا ده چی ټول رنګونه ښکلی دی او هر رنګ ځانته خپل فضیلت او د کارَوَنی معیار لری خو نن سبا په ټکنولوژیکه نړی کی ” رنګ ” د ژوند او مرګ سرحد تشکیلوی یعنی:
    په ښاری ترافیکی سیسټم کی د ” شین ” او ” سور ” یا ” زرغون او سره ” څراغ شتون ( فقط د څراغ سور او زرغون رنګ دی چی د موټر چلوونکی یا پیاده کس د ژوند پائښت ئی تضمین کړی دی ) .
    چی مورنۍ ژبه ئی پښتو نه وی په اصطلاح، د چا مور به د پښتو د بشپړی زده کړی توان او استعداد ونلری، دا خبره می ځکه وکړه چی ” شین یا زرغون ” د جملی د څرنګوالی پر بنسټ په ” شنه یا زرغونه ” بڼه اوړی یا مثلاً ” سور ” په ” سره ” اوړی ( البته نه د جمع حالت بلکه په همهغه مفرد حالت کی ) .
    مثلاً
    څراغ سور دی، فلانی تر سره څراغ تیر سو ( سره هم د مؤنث صفت بڼه ده او هم د مذکر د جمع حالت) .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب