یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهسرور دانش د ملي مقاومت عالي شورا په نوم ډلې سره ملګری...

سرور دانش د ملي مقاومت عالي شورا په نوم ډلې سره ملګری شو

تاند:( شنبه ، د حمل ۲۶ ) د جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش، چې اوس یې له هېواده د باندې د ازادۍ او عدالت په نوم د ګوند جوړولو ادعا کړې، د ملي مقاومت د عالي شورا په نوم د پخوانیو سیاستوالو ترکیه مېشتې ډلې سره د یو ځای کیدو اعلان کړی.

یادې ډلې د نوموړي د یو ځای کیدو هرکلی کړی او ویلي، چې د هغه له یو ځای کیدو سره د دوی د ملګرو ګوندونو شمېر ۱۵ ته رسیدلی.

سرور دانش د جمهوري نظام له سقوط وروسته په افغانستان کې د فیډرالي دولت د جوړیدو غوښتنه وکړه، چې توندو غبرګونونو سره مخ شو.

هغه د یاد شوي نظام د اساسي قانون او نورو قوانینو د جوړولو د مهمو کمیسونونو غړی او مشر پاتې شوی.

ښاغلي دانش څه موده مخکې له بي بي سي فارسي ټلویزون سره د مرکې پر مهال ومنله، چې په اعلان کړي ګوند کې یې یو پښتون هم غړیتوب نه لري.

هغه په داسې مهال له مقاومت شورا سره د یو ځای کیدو اعلان کړی، چې یاده شورا په هېواد دننه او بهر هیڅ کوم فعالیت نه لري او غړي یې دوی ته د بهرنیو هېوادونو له لوري د دفتر جوړولو د اجازې له نه ورکولو شکایت کوي.

3 COMMENTS

  1. همدغه کثیف خلک چی د ډول ډول بیرغو ، د افغانستان د تجزیی او پیدرال ناری وهی ددی لامل شول چی تروریستی ډلی په قدرت کی لا ټینګی شی، ځکه ملت فکر کوی که تروریستو ډلو څخه وطن ازاد کړی نو د متعصبود تجزیه ګرو او پیدرالیانو لاسته لویږی او خبره له بد بدتره کیږی، که دوی د قومی تضادونو، تجزیی او پیدرال او رقم رقم بیرغونو خبری نه کولای اوس به متحد افغانستان کی یو ملی، مترقی، د ټولو قومو نماینده، دتعلیم او اتحاد غوښتونکی، دنیاوالو ته منلی ملت ته خدمتګار او جمهوری نظام جوړ و. دانش هغه کس و چی د جهوریت له سقوط مخکی یی پنجاب ته منډه واخیسته او له خلیلی او احمدضیا مسعود سره یی پنجاب او د پنجاب لښکریانو ته بیعت وکړ. خدای دې افغانستان کی ملی، مترقی او متخصص صادق وطندوست او تعلیمیافته خلک واک ته راولی.

  2. بعد از ګوز زدن چهار زانو شیشتن همین است.
    جالبتر این است که در جمهوریت هر کس کمبوتی هایشرا در زیر تخلص پنهان میکردند.
    مثلأ (دانش) بی دانش

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب