یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهلاروف: د طالبانو او جامع حکومت ترمنځ اوږد واټن دی

لاروف: د طالبانو او جامع حکومت ترمنځ اوږد واټن دی

تاند:( شنبه ، د حمل ۲۶ ) د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف په ازبکستان کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې طالبان خپل حکومت له ازبکو، تاجکو او هزاره ګانو جوړ ګڼي، خو په حقيقت کې د دغو توکمونو استازي هم له سياسي پلوه د طالبانو د ډلې برخه دي. .

نوموړي د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو او د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د مشرانو له غونډې وروسته په خبرو کې زياته کړه: په افغانستان کې د يوه جامع حکومت له جوړېدو مخکې لا هم اوږده لاره پاتې ده.

لاوروف وویل، طالبان یو حقیقت دی، خو دا حقیقت هر اړخیز نه دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو غونډې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې ټول ګډونوال په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتونکي دي.

په دې غونډه کې د چین، روسیې، ایران، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو ګډون کړی و.

د دې غونډې په څنډه کې حتی د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته وویل: “موږ له 21 میاشتو راهیسې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت انتظار کوو.”

سرګي لاوروف په خپل خبري کنفرانس کې زیاته کړه چې د افغانستان ټولو ګاونډیو هېوادونو په یوه خوله له طالبانو وغوښتل چې د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني.

د هغه په ​​وينا، په افغانستان کې د نوي حکومت په رسميت پېژندنه د ټول شموله حکومت په رامنځته کېدو، د ټاکنو د حقوقي ستونزو او د ښځو په زده کړو پورې اړه لري.

لاوروف یادونه وکړه، کله چې طالبانو واک واخیست، ژمنه یې وکړه چې یو جامع حکومت به جوړوي او د ترهګرۍ او نشه يي توکو قاچاق له منځه وړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د دغو مکلفیتونو پوره کول نه یوازې د طالبانو بلکې د نوي حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره یو مهم ګام دی.

بل لور ته، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو مقام ذاکر جلالي چې له ملا متقي سره د ازبکستان کنفرانس ته تللی و، په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې ملا متقي د ایران بهرنیو چارو وزیر ته د ټول شموله حکومت په اړه د خبرې په غبرګون کې یې ویلي، چې په سیمه او نړۍ کې دې د داسې حکومت یو مثال ورکړي.

3 COMMENTS

  1. متقي بايد دا له پامه ونه غورځوي چې پاکستان ۵۱ کاله مخکې همدغسې يوهزړه نسخه د مفتي محمود د وزارت اعلی په وخت کې چې په سرحد کې د بوټو په وخت کې وزير اعلی شو او خپل حکومت يې اعلان کړ همدغسې نخرې شروع کړې چې بيا د بوټو حکومت د برتانيا په غوښتنه او سپارښتنه (مشوره) لومړی د ده حکومت باندې اوړه او غذايي مواد بند کړل او بيا يې پرې معاشونه بند کړل هماغه وو چې مجبور شو او له پښو يې وغورځول او مفتي محمود له بلوڅانو سره د بې انصافۍ په پلمه له حکومته لاس واخېست او له وزارت اعلی له پوست نه تېر بلکې وفاقي حکومت د ده صوبايي حکومت ړنګ کړ،نو چې پنجاب ۵۱ کاله زړه نسخه خپله ونه شوه زغملی،نو پر موږ يې څنګه زغمي او راتپي؟

  2. که چیرې ستاسو په خبره دا هر څه چه تر اوسه کیدل یا کیږی د پنجابی له لاسه وی؟؟؟؟
    بیا خو تاسو ته په کار ده چه ټیکری او بنګړی واچوۍ او همغه پنجابی ته مو ور واده کړو.
    ایا دا به مناسبه نه وی؟؟
    نور خو هسی هم د تورې نه یاست

  3. لاوړوف ته بیا هم د متقی صاحب خبره بسنه کوی چه بیلګه یې راته وړاندې کړه.
    افغانستان خو څه لابراتوار ندۍ چه به پردی خلک دلته د حکمتونو اځموینې کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب