جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبلنډه کیسهخاطرې | لنډه کیسه| صفیه وردګ

خاطرې | لنډه کیسه| صفیه وردګ

د  ۱۶ کلونو مخکې خاطره لولم هر څه داسې تېر دي لکه شپاړس دقیقې، خو دا هر څه بیا دومره نا اشنا دي لکه د شپاړسو کالو فاصلې .


کلونه اوښتي ډېر څه بدل دي، اه درېغه هر څه بدلېدای.
د پوهنتون وخت کې مې خاطرې لیکلې. کتابچه پنډه وه .سترګې مې ورته سپینې وې چې دا به هم ډکیږي . برعکس ژر ډکه شوه یا شاید لیکل مې ډېر کول.
بیا مې لیکل ونه کړل .فکر مې کاوه مسوولیت یا ښايي ضرورت و چې تمام شو… ان ځینې وخت به لیکلې خاطرې راته هسې کرښې ښکاریدې.
د هغه څه لیکل چې پېښېږي، بې مانا دي؟
شاید وي، یا به نه وي، څوک څه پوهېږي!

*******

 وروستۍ خاطره مې داسې ختمېږي:
« اصلا هغه څه چې غواړې يې نشته او هغه چې نه يې غواړې شته.دا نو ژوند دی؟ …
2004 د اګسټ پنځمه.»
د ځوانۍ دوران کې مې په هیڅ باور نه درلود .نه په مرګ نه په ژوند.نه په زړښت نه په کلونو… د ساعت ستنه به مې خونه کې ولاړه وه. دا چې ټک ټک يې څومره په عذابولم نه یې شم لیکلی…انسان له هېچا او هېڅ شي دومره په اسانه نه شي تښتېدای لکه له ځانه . د هغه وخت حسرت مې څومره ځوروي، باور به ونه کړئ.

*******

ورځې داسې یو بل پسې ځي راځي لکه د ساعت عقربې . که څه هم نوې دي، خو یو ډول تکرار پکې محسوسېږي.د شپې ناوخته ویدېږم.پرته له دې چې څوک مې لمس کړي.وغږيږي . یا د نوې ځوانۍ غوندې جدلونه وکړي.
ډېر څه بدل دي خو لا هم له ځان، وخت ، خلکو او…او.. تښتم! اوووف کاش هر څه بدلېدای.
د کتابچې وروستۍ پاڼه په ډکېدو ده .شپه پخه ده . د ساعت عقربې اوړي، ټیک، ټاک..ټیک، ټاک…

1 COMMENT

  1. د صفیې خورکۍ دغه لنډه کیسه ډيره ښایسته او خوندوره کیسه وه. واقعت چې په لوستلو ارزې ده. باید د لنډو کیسو په لیکلو باید یو کتاب ولیکي تر څو نور ځوانان هم ګټه ترې واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب