پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهطالبان وایي پر راتلونکي نظام بحث يې د اجنډا مهمه برخه ده

طالبان وایي پر راتلونکي نظام بحث يې د اجنډا مهمه برخه ده

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۲۷) د طالبانو مذاکراتي پلاوی وایي، چې د حکومت پر جوړښت یې بحثونه په اجنډا کې شامل دي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټرمحمد نعيم وردک له رسنیو سره په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي، دوی د دې غوښتونکي دي، چې په افغانستان کې روانې خونړۍ جګړې پای ته ورسېږي.

د وردک په خبره دوی له ځان سره د مذاکراتو لپاره اجنډا لري، چې په هغه کې د راتلونکي نظام جوړښت هم شامل دی.

نوموړی وایي: « د نظام پر جوړښت به بحثونه کوي او دوی په هېواد کې د یوه رښتیني اسلامي نظام د جوړولو غوښتونکي دي».

هغه دغه راز زیاته کړې، چې پر اوربند هم بحثونو ته تیار دي خو، په خبره یې ترهر څه وړاندې باید هغه خنډونه له منځه یوړل شي، چې د اوربند د تامین او سولې د راتګ په لار کې یې خنډونه جوړکړي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند وايي طالبانو په تاوتریخوالي کې پوره کموالی راوستی دی خو زیاتوي حکومت تهاجمي بریدونو ته ادامه ورکړې ده.

نوموړي همدا راز د سولې په روانو خبرو کې تمه ښودلې، چې مذاکرات به په ډېره ښه توګه دوام مومي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%af%d9%88%d9%84%d8%aa-%d9%85%d8%b1%da%a9%da%86%d9%8a-%d9%be%d9%84%d8%a7%d9%88%d9%8a-%d9%84%d9%87-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86-%d8%aa%d8%a7%d9%88/

2 COMMENTS

  1. چې دا رښتینی اسلامي نظام به څه شی وي ؟
    د خپل هېواد د اولادونو وژل ، ښوونځي سوځول ، روغتونونو ته اور اچول ، خرمرګي ، د لارو اوپلونو ورانول ، د بیت المال له منځه وړل او د وطن د دفاع تجهیزات په پنجابیانو خرڅول ، د جنرال باجوه او نورو تورمخو پنجابیانو لاسونه مچو کول ، د ښوونځیو تړل ، له تمدن او انسانیت سره دښمني ، د خارجي قواوو ساتل ، د خپلو هېوادوالو وژل خو د خارجیانو ژوندي ساتل دا به ټول پدې نظام کې شامل وي او که نه ؟
    آیا له افغانستان نه د ستاسو ملاتړی هېواد پنجابستان ډېر اسلامي دی ؟
    هلته په لاهور کې د هیرامنډه اي نده خلاصه ؟
    هلته پر ستېجونو لوڅ لغړ ګډا او رقصونه نه کیږي ؟
    هلته د عیسوي کال جنتري ، شنبه او یکشنبه رخصتي نده ؟
    هلته ټول قوانین د انګلیس نه تطبیق کیږي ؟
    هلته ښځې ښوونځیو او پوهنتونونو ته نه ځي ؟

  2. مونږ په افغانستان کې د پاکستان د سفاک پوځ په لاس د تربیه شویو طالبانو او د سخت دریځو پنجاب غلامو مولایانو او شیطاني حقانیانو د مدرسو څخه پاریغ شویو ترهګرو اسلامي نظام نه غواړو، او نه یې خوښوو او ندې خدای بیا راولي..
    مونږ په افغانستان کې یو سولییز، معتدل، د وُلسواکۍ په اصل ولاړ اوسنی اسلامي نظام غواړو، په کوم کې چې د ټولو افغانانو د بشر، ښځو او میندو ماشومانو او په غونډه کې د ټولو نړیوالو حقوق خوندي دي ، او کولای شي چې د نړیوالې ټولنې سره اوږه په اوږده د باور او انسانیت په فضا کې اړیکې ټینګې کړي، تجارت ، زده کړې او نړیوال امنیت او هوساینې ته خپله فریضه او خدمت ادا کړي.
    طالبان او د دوی د ببر شکلونه زمونږ ندي خوښ. الله مو بیا افغانستان ته مه راوله. الله پاک دې افغانستان ستاسې د خونکاره، ذلیله او کنګاله پاچهۍ څخه خوندي وساتي.
    آمین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب