جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهمایک پمپیو: د سولې خبرو په پیلېدو سره د جګړې بار مو...

مایک پمپیو: د سولې خبرو په پیلېدو سره د جګړې بار مو له اوږو سپک شو

تاند(پنج شنبه، د سنبلې ۲۷) امریکا وایي د بین الافغاني خبرو په پیل سره یې د جګړې دروند بار له خپلو اوږو لرې کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي دوی بریالي شول چې د بین الافغاني خبرو په پیل سره د افغان جګړې دروند مالي او ځاني بار له اوږو ټيټ کړي.

پمپیو وایي د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته طالبانو پر امریکایي ځواکونو برید نه دی کړی چې تلفات صفر ته راښکته شوي دي.

هغه وایي د جګړې په کمیدو سره د امریکا لپاره د افغان جګړې مالي لګښتونه هم د پام وړ کم شوي دي.

پمپیو هیله څرګنده کړې چې مذاکرات ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي او ددې سبب شي چې دغه هېواد ته دایمي ثبات راشي.

پمپیو یو ځل بیا د ټولو سرتېرو پر ایستلو هم ټینګار کړی دی.

پمپیو دا خبرې داسې مهال کوي چې تیره اونۍ په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات پیل شول چې تر اوسه کومې پایلې ته رسیدلې نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...