جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونههند د افغان سولې پروسې او د پاکستان اقداماتو اندېښمن کړی

هند د افغان سولې پروسې او د پاکستان اقداماتو اندېښمن کړی

تاند (پنج شنبه، د سنبلې ۲۷) یوه پخواني هندي ديپلومات کنوال سیبل ویلي، چې هند په افغانستان کې د طالبانو له پیاوړتیا او دغه راز د پاکستان له اقداماتو اندېښنه لري.

د کنوال سیبل په خبره طالبان د پاکستان تراغېز لاندې دي او یاد هېواد او د هند ترمنځ کشمکش به د اسلام اباد له لوري د هند پر وړاندې د طالبانو د لمسون سبب شي.

هغه ویلي، چې وسله وال طالبان ښايي پر ژمنو عمل و نه کړي او له اقلیتونو سره له تاوتریخوالي ډک چلند وکړي.

https://taand.net/%d8%a7%d8%b1%da%ab-%d9%84%d9%87-%d8%b3%d9%8a-%d8%a8%d9%8a-%d8%a7%db%90%d8%b3-%d9%86%d9%8a%d9%88%d8%b2-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%db%90/

نوموړی هندي دیپلومات زیاتوي، چې که طالبان له سوله ییزو لارو په افغانستان کې حضور پیدا کړي نو د سیمې لپاره ګټور دي خو، په خبره یې که په زور واک ته رسېږي نو د سیمې پر ټولو هېوادونو او اقتصاد به منفي اغېز ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...