شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهخليلزاد د سولې په برخه کې له نړیوالو او سیمه ییزوهېوادونو مرسته...

خليلزاد د سولې په برخه کې له نړیوالو او سیمه ییزوهېوادونو مرسته غوښتې

تاند (پنج شنبه، د سنبلې ۲۷) د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، نړیوال قدرتونه او د سیمې هېوادونه باید د افغان سولې پراخ ملاتړ وکړي.

زلمي خلیلزاد په خپله تازه مرکه کې ویلي نړیوالو ته په کار ده، چې په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې سره پوره همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې هند ته یې د سفر موخه دا وه، چې د افغان سولې په برخه کې د دغه هېواد اندېښنې کمې کړي او د روان بهیر په اړه معلومات ورکړي.

د خليلزاد په خبره له افغان سولې سره د سیمه ییزو هېوادونو او قدرتونو همکاري خورا مهمه ده او امریکا له ټولو اړخونو سره خبرې کوي څو، د سولې له روان بهیر ملاتړ وکړي.

هغه دغه راز ویلي د ټولو موخه دا ده، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي او په خبره یې ټولو ته په کار ده، چې دغه ګډ هدف ته د رسېدو لپاره هڅه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه پخواني هندي ديپلومات کنوال سیبل ویلي، چې هند په افغانستان کې د طالبانو له پیاوړتیا او دغه راز د پاکستان له اقداماتو اندېښنه لري.

د کنوال سیبل په خبره طالبان د پاکستان تراغېز لاندې دي او یاد هېواد او د هند ترمنځ کشمکش به د اسلام اباد له لوري د هند پر وړاندې د طالبانو د لمسون سبب شي.

https://taand.net/%d9%87%d9%86%d8%af-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d9%be%d8%b1%d9%88%d8%b3%db%90-%d8%a7%d9%88-%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%82%d8%af%d8%a7/

1 COMMENT

  1. که نن سبا کې څوک غواړي چې ابلیس د انسان په جامه کې وویني، نو ذلیلزاد ته دې وګوري.
    د امریکا یو چالاک ډیپلومات، د ډانلډ ټرمپ چمچه د پاکستان مداح او د افغانانو د شته نظام د کمزورې کولو شیطاني او دجالي فتنه هم دا دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی