شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د امي پوښتنه/ لیکوال: ټي ایس ارتور

د امي پوښتنه/ لیکوال: ټي ایس ارتور

ژباړه: عصمت څاروان

«امي!»

مېرمن ګروف له هغې دروازې نارې کړې چې د باغ خوا ته پرانیستل کېده. له هغې خوا د چا ځواب رانغی. لمر نیم ساعت وړاندې لوېدلی و، نرۍ، کمزورې طلايي او سرې وړانګې یې لږلږ ښکارېدې. د اسمان په لوېدیځه څنډه کې د ورېځو څو ټوټې خپرې وې. ختیځې خوا ته د څوارلسمې سپوږمۍ له خپلې ټولې ښکلا سره رابره شوې وه چې د ستورو رڼا یې تته کړې وه.

دې پوښتنه وکړه:«امي چیرې ده؟ چا لیدلې چې راغلې وي؟»

د امې ورور یوه پلنه دړه په چاقو تراشله چې کښتۍ جوړه کړي، ده وویل:«ما نیم ساعت مخکې ولیده چې بافت یې په لاس کې و، په زنو پاس ختله.»

مېرمن ګروف په زنو وختله، بیا یې نارې کړې، خو بیا هم چا ځواب ورنه کړ.

له ځان سره یې وویل: «حیرانه یم چې ماشومه به چیرې وي»

څو شېبې ورته اندېښنه پیدا شوه. نو په زینو وخته چې ماشومه ومومي. د امي د خوب خونې ور پورې و خو چې خلاصه یې کړه، که ګوري ماشومه نجلۍ په خلاصه کړکۍ کې ناسته ده. دا په اسمان کې د سپوږمۍ په ښکلا او په خپلو فکرونو کې دومره ډوبه شوې وه چې د مور په راتګ خبره نه شوه.

مېرمن ګروف ږغ پرې وکړ «امي»

ماشومه راپاڅېده او ژر یې وویل،–

«اوه، مورې، راشه وګوره، ښکلې نه ده؟»

مېرمن ګروف د ماشومې څنګ ته کښېناسته او په داسې حال کې چې لاسونه یې ترې راچاپېره کړل، ویې ویل: «ګرانې څه ته ګورې؟

«سپوږمۍ، ستورو او د غونډۍ هاخوا جهیل ته. مورې پر اوبو رڼاوو ته وګوره، ښایسته نه دي! حیرانه یم چې دا ما ته ولې دومره ډېر سکون او خوند راکوي؟»

–       «غواړې چې دلیل یې درته ووایم؟»

–       «اوه، ولې نه ګرانې مورې! په څه خاطر؟»

–       «هر څه چې ښکلي او ښه دي خدای پیدا کړي دي.»

–       «هو، په دې خو پوهېږم!»

–       « ښه او ښکلي د انسان لپاره دي؛ ځکه چې انسان تر ټولو لوی خلقت او خدای ته نژدې دی. نور ټول شیان د ده د خوښۍ لپاره پنځول شوي دي؛ خدای دا شیان ورته پیدا کړي چې جسم او روح یې پرې خوشاله وي.»

امي وویل: «زه نه پوهېږم چې له سپوږمۍ او ستورو زه څه کار اخیستی شم.»

موږ یې وویل: «شېبه مخکې تا وویل چې د دې سپوږمۍ د رڼا ښکلا سکون او خوښي درکوي.»

-«دا سمه ده خو تا یې دلیل راته وایه.»

مور وویل «لومړی به دا درته ووایم چې سپوږمۍ او ستوري د شپې په مخه موږ ته رڼا راکوي. که یو وخت ونه توانېدې چې له لمر لوېدو وروسته خپل کور ومومې د هغو له مخې کور ته بېرته راتلی شې.»

امي وویل«دا فکر مې نه کاوه چې له ستورو او سپوږمۍ څخه دا کار اخیستلی شم.»

مور یې خبرو ته دوام ورکړ، – –

«لکه څرنګه چې مې درته وویل، خدای هر څه چې ښه او ښکلي دي د انسان لپاره پیدا کړي، او د خلقت دا ښکلي او ښه شیان دوه ګټې لري،– یوه یې زموږ د جسم لپاره او بله زموږ د روح لپاره. سپوږمۍ او ستوري نه یوازې د شپې له خوا رڼا راکوي، بلکې زموږ روح ته ارام ورکوي. او دا ځکه چې د طبیعت ټول شیان د خدای دي، په سترګو یې ورته والی نه وینو، خو د روح په وسیله یې لمس کوو. امي پوه شوې چې څه وایم؟»

ماشومې وویل «صرف یو څه. ګرانې مورې ستا مطلب دا دی چې خدای دننه په ستورو او سپوږمۍ او نورو شیانو کې دی چې ده جوړ کړي دي؟»

مور «زما مطلب کټ مټ دغسې نه دی؛ خو د دې لپاره چې دا شیان خدای جوړ کړي، زموږ روح ممکن په هغو کې د هیندارې په شان د خدای پاک د مینې او پوهې څرک وویني. په اوبو کې یې د حقیقت تصویر وینو چې که وپوهېږو د ذهن تنده ماتوي او له وجوده ناپاکۍ لېرې کوي. په لمر کې یې د مینې تصویر وینو، چې رڼا او تودوالی راکوي، او زموږ روح ته ښکلا او سلامتیا وربخښي.»

امي وپوښتل: «نو سپوږمۍ څنګه؟»

«سپوږمۍ د لمر په شان توده او ځلانده نه ده خو په سوړوالي او چوپتیا کې د خدای پاک د مینې اظهار کوي. ځینې وخت هغه حقیقتونه چې سر مو پرې خلاصېږي د لمر د مینې او رڼا هومره تاوده نه وي. سپوږمۍ موږ ته په تیاره کې لار راښيي خو ته تر دې کوچنۍ یې چې ډېر یې درک کړې. یوازې له یاده مه باسه چې هر ښکلی او ښه شی چې وینې، خدای جوړ کړی دی، د ده د ذات او ماهیت یو څه ستا روح ته منعکسوي. له همدې کبله کله چې د طبیعت ګلالیو، ښکلو، سترو، سپېڅلیو او خوږو شیانو ته ګورې، زړه دې ارام او خوند احساسوي.»

د څه شېبې لپاره دوی له کړکۍ د منظرې لیدو ته کېښناستل، دواړو ته خدای او د هغه خلق شویو شیانو د سکون احساس ورکړ. هاله له لاندې ږغ شو او امي له خوشالۍ نارې کړې، —

«اوه، پلار دی!» مور یې له لاسه ونیوله او لاندې لاړل چې ورسره وویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب