پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهافغانستان په چاه بهار بندر کې ۳۵ میلیونه ډالره پانګونه کوي

افغانستان په چاه بهار بندر کې ۳۵ میلیونه ډالره پانګونه کوي

تاند ( ۲ شنبه، د حوت ۱۳ مه)د ټایمز اف عمان ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان د طالبانو حکومت ویلي چې د ایران په چاه بهار بندر کې ۳۵ میلبیون ډالره پانګونه کوي.

د ورځپاڼې پر اساس، په دې پیسو به په چاه بهار بندر کې د تجارتي او اداري پروژو ترڅنګ د هستوګنې ځایونه هم ودان کړي.

دا اعلان د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر کاظمي قمي وکړ او هغه یې له دودیز حالته پورته د دوو هیوادونو د راکړې ورکړې او اقتصادي اړیکو د پراختیا لور ته خورا مهم ګام وباله.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران چابهار بندر ته د طالبانو د اقتصاد وزارت د یوه پلاوي د سفر او د پلاوي لخوا په دغه بندر کې د دوی د اقتصادي نمایندګۍ د پرانیستو د غوښتنې خبر هم ورکړی.

 د طالبانو تر کنټرول لاندې د اقتصاد وزارت د نړیوالو ترانزیتي چارو د رئیس محمدالله بختیار په مشرۍ د طالبانو پلاوي هم چابهار بندر ته تللی او هلته یې د ولسمشر له سلاکار حجت الله عبدالمالکي او د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي.

د ایران د سوداګریزو چارو عالي شورا د اعلامیې له مخې، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د راپور له مخې، د طالبانو پلاوي او ایراني چارواکو د چابهار بندر د پراختیا له پروژې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب