دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهایکسپریس ټریبیون: کابل رژیم ټي ټي پي پاکستان سره اوربند او خبرو...

ایکسپریس ټریبیون: کابل رژیم ټي ټي پي پاکستان سره اوربند او خبرو ته بللی

تاند ( ۲ شنبه، د حوت ۱۳ مه) د پاکستان یوې مشهورې ورځپاڼې ایکسبریس تریبیون نن لیکلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له مشرانو سره د جمعیت علمای اسلام (سمیع الحق څانګې) د مشر له کتنې وروسته د طالبانو په حکومت کې دوو اصلي واکمنو خواوو«حقاني او کندهاري طالبانو» له ټي ټي پي څخه وغوښتل چې د پاکستان له حکومت سره جګړه بس او خبرې وکړي.

ورځپاڼې ته د جمیعت علمای اسلام سرچینو ویلي چې ژر به د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ خبرې پیل شي.

دې سرچینې ادعا کړې چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزیر او د اسلام اباد د ملاتړ مثبتې اشارې یې ترلاسه کړي دي.

که څه هم هغه ویلي چې ژر به خبرې پیل شي خو پاکستاني چارواکو مخکې ویلي چې نور له ټي ټي پي سره خبرې نه کوي.

پاکستان بیا- بیا ادعا کړې چې ټي ټي پي په افغانستان کې پټنځایونه لري او دلته له امریکایي ځواکونو پاتې وسلې د پاکستان خلاف د بریدونو لپاره کاروي.

په کابل کې واکمن رژیم دا ادعاوې رد کړي او د بیا واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې یې یو ځل له ټي ټي پي سره د پاکستاني چارواکو د مذاکراتو کوربه توب او منځګړتوب هم کړی.

تازه، تېره اوونۍ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي یو ځل بیا تیاری وښود چې ټي ټي پي سره د پاکستان د حکومت د خبرو منځګړتوب ته چمتو دي.

په ورته وخت کې، د یوه څېړنیز بنسټ په راپور کې ویل شوي چې ټي ټي پي لږ ترلږه د پاکستان تر ولکې لاندې پښتونخوا کې د طالبانو رژیم ته د ورته یوه « کوچني امارت» د جوړولو اراده لري.

یو څېړنیز بنسټ: ټي ټي پي پښتونخوا کې «کوچنی امارت» جوړوي – تاند (taand.net)

ټي ټي پي، پاکستاني حکومت او کابل کې واکمن رژیم د ایکسپریس تریبیون تازه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب