Homeخبرونهیو څېړنیز بنسټ: ټي ټي پي پښتونخوا کې «کوچنی امارت» جوړوي

یو څېړنیز بنسټ: ټي ټي پي پښتونخوا کې «کوچنی امارت» جوړوي

تاند( شنبه، د حوت ۱۲ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال عباس ستانکزي له هغه خبرداري وروسته، چې ډیورنډ کرښه به پاکستان د بنګله دېش د بیلتون په شان بیا ټوټې کوي؛ یوه څېړنیز بنسټ په تازه څېړنه کې وړاندوېنه کړې چې د پاکستان د طالبانو تحریک ټي ټي پي به د پاکستان تر ولکې لاندې پښتونخوا کې د افغانستان د طالبانو په تقلید یو « کوچنی امارت» جوړ کړي.

د منځني خاور د رسنيو څېړنیز انستیتوت (MEMRI) په دغه نوې څېړنه کې د کشمیر مسئلې ته په اشارې ویلي چې که د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) دا تګلاره بریالۍ شي، د افغانستان او پاکستان تر منځ به ډېره بده پایله ولري.
په دې څېړنه کې راغلي چې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو او د طالبانو د« جهادي او ایډیالوژیکو وروڼو» (د افغانستان طالبانو) له خوا د آمریکا پوځي ماتې د دغې ډلې د جوړولو لپاره د یوې مفکورې په رامنځته کولو کې مرسته کړې ده.
ټي ټي پي ډلې او دغه راز پر افغانستان واکمنو طالبانو د دغې وړاندوېنې په تړاو څه نه دي ویلي.
مخکې ټي ټي پي په ضمني ډول له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو د شرطونو په ډله کې د پښتونخوا په قبایلي سیمو کې دوی ته د دوی په باور، د « اسلامي شریعت» د حاکمولو لپاره د سیمو د تخلیې موضوع هم شامله کړې وه، چې پاکستاني چارواکو رد کړې وه.
پاکستان مدعي دی، چې ټي ټي پي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه د دوی خلاف بریدونه سمبالوي، خو طالبانو او ډېرو افغان څارونکو دا خبرې بې اساسه ګڼلي او ویلي، چې پاکستان په بې ځایه ادعاوو تل افغانستان د ترهګرۍ د مرکز ښودلو هڅې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...