شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد وروستیو ورښتونو له امله په افغانستان کې درانه انساني او حیواني...

د وروستیو ورښتونو له امله په افغانستان کې درانه انساني او حیواني تلفات

تاند( شنبه، د حوت ۱۲ مه) په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو له دوام سره، د انساني او حیواني تلفاتو د ورځ تر بلې زیاتوالي خبرونه ورکړل شوي.

یو شمېر رسنیو خبر ورکړی، چې د روانې کب میاشتې له ۹مې تر ۱۱مې، د سختو ورښتونو له امله ۱۵ تنه مړه او نږدې ۳۰ تنه ژوبل شوي دي.

د دې تر څنګ ویل کیږي، چې په وروستیو څو ورځو کې د واورې ورښت له امله نږدې لس زره څاروي هم تلف شوي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د طالبانو د رژیم اړوند وزارت په دقیق ډول د دغو تلفاتو او زیانونو په اړه ارقام نه دي وړاندې کړي.

په دغه وزارت کې د تاند یوه سرچینه وایي، چې انساني او حیواني تلفات تر ډېره په لیرې پرتو سیمو کې رامنځته شوي او هلته د مخابراتي شبکو د خرابوالي له امله دقیقو معلوماتو ته لاسرسی ستونزمن شوی.

بل لورته: له سالنګ څخه راپورونه ښيي، چې نن په درېیمه ورځ هم دغه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

د طالبانو تر واک لاندې رسنیو ویلي، چې د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند په ټولو هغو سیمو کې مالدارانو ته د واښو د مرستې امر کړی، چې د ورښتونو له امله یې څاروي د واښو له کمښت سره مخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب