Homeخبرونهپاکستاني رسنۍ: د افغانانو په ګډون د بهرنیو ناقانونه کډوالو ایستل دوام...

پاکستاني رسنۍ: د افغانانو په ګډون د بهرنیو ناقانونه کډوالو ایستل دوام لري

تاند ( ۲ شنبه، د حوت ۱۳ مه) د پاکستان پوځ ته یوه نژدې رسنۍ وايي چې د افغانانو په شمول له پاکستانه د بهرنیو غیرقانوني کډوالو د ستنولو بهیر دوام لري.

سما په عین حال کې ادعا کوي چې خپلو هیوادونو ته په عزت او درناوي د بهرنیو اتباعو استول به لا هم دوام وکړي.

د دې رسنۍ پر اساس تراوسه پورې تر ۵ لکه ډېر افغانان له پاکستانه افغانستان ته لېږل شوي دي.

سما نه دي ویلي چې د بل کوم هیواد څومره اتباع له پاکستانه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم په دې تړاو تازه څه نه دي ویلي، خو په ننګرهار او کندهار کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د دوی ځایي چارواکي له پاکستانه د تازه ستنېدونکو افغانانو د ستنیدو د دوام خبرونه وخت پر وخت خپروي.

د وروستیو ارقامو له مخې، له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو د بهیر له پېلېدو راهیسې ۶۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

په ورته وخت کې له پاکستانه ایستل شوي افغانان په هېواد کې د سرپناه له نشتوالي او اقتصادي ستونزو شکایت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...