دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د ورښتونو تلفات ۳۹ تنو ته لوړ شوي

په افغانستان کې د ورښتونو تلفات ۳۹ تنو ته لوړ شوي

تاند ( ۲ شنبه، د حوت ۱۳ مه) له پېښو سره د مبارزې وزارت ویندوی جانان سایق وايي چې په افغانستان کې د وروستیو ورځو د ورښتونو له کبله د مړینو شمېر ۳۹ تنو ته ورسېد.

ښاغلي سایق پرون د وروستیو واورو، سیلونو او د مځکو د ښوییدو په پېښو کې د مړینو شمېر ۲۰ تنه ښوولی و خو ده نن وویل چې د ۳۹ تنو پر مړینې سربېره ۳۰ نور ټپیان شوي او ۶۳۷ ودانۍ نړېدلي دي.

وېره ده چې د مرګ ژوبلو شمېر تر دې زیات وي ځکه چې د ګڼو سیمو لارې بندې دي او ډېر خلک د مرګ ژوبلو په اړه کره معلومات نه شریکوي.

د  هوا پېژندنې ادارې د نورو ورښتونو وړاندوینه هم کړې ده.

د ټولګټو وزارت پرون وویل چې د سالنګ په ګډون د یو شمېر ولایتونو لارې د واورو د اورېدو له کبله بندې دي.

دغه وزارت پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې لا هم په سالنګونو کې واوره اوري خو هڅه روانه ده چې بندې شوې لارې بېرته پرانیستل شي.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویندوی محمداشرف حق شناس پر خپله ایکسپاڼه کښلي چې د سالنګ لار له تېرو ۴ ورځو راهیسي د درنې واورې د اورېدو، توپان او د لیدل کېدونکې ساحې د محدودیت له کبله بنده.

ده همداراز ویلي چې په یاده موده کې ۴۵۲ کورونه نړېدلي او لږترلږه ۵ زره ۲۵۳ څاروي مړه شوي دي.

په همدې حال کې د ټولګټو وزارت وايي چې په شمالي سالنګ کې د واورې اندازه یو نیم متر خو د تونل په برخه کې ۳ مترو ته رسیږي.

تراوسه پورې په سالنګونو کې ۲۵ ځلې واوره ښوییدلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب