شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهارزګان کې په ۶۰ میلیونه افغانۍ د یوه خصوصي روغتون جوړېدل

ارزګان کې په ۶۰ میلیونه افغانۍ د یوه خصوصي روغتون جوړېدل

تاند ( ۲ شنبه، د حوت ۱۳ مه) د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د دوو سوداګرو په ۶۰ میلیونه افغانۍ لګښت یو خصوصي روغتون جوړ شوی.

ځایي چارواکو ویلي، چې دا روغتون ۲۰ بستریز دی او د عمومي جراحۍ، نسايي ولادۍ، آو، پي، ډي او داخله ناروغيو په برخه کې خدمتونه کولای شي.

د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست ریيس ډاکټر محمدالله روحاني دا ډول پانګونې ستایلي او ویلي، چې ورسره به روغتیايي ستونزې را کمې شي.

ځایي خلکو ویلي، چې په ارزګان کې په دې سویه کوم خصوصي روغتون تر دې مخکې نه و او دوی یې په جوړېدو خوښ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب