Homeخبرونهاقتصادي خبرونهایران او افغانستان د سوداګري اړیکو پر زیاتولو خبرې وکړې

ایران او افغانستان د سوداګري اړیکو پر زیاتولو خبرې وکړې

تاند (دوشنبه، د حوت ۱۳ مه) د افغانستان او ایران د سوداګري او اقتصادي چارو مسوولانو د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګري اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د ایران مهر خبري اژانس د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د ایران د ازاد صنعت- تجارت د عالي شورا منشي او د ځانګړو اقتصادي زونونو رييس حجت الله عبدالمالکي او د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړیوالې سوداګرۍ د چارو ريیس محمدالله بختیار د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.

دوی د سوداګرۍ د زیاتولو ترڅنګ د ترانزیتي او ترانسپورتي اړیکو پر پراخولو هم خبرې وکړې.

ایران اوس د افغانستان تر ټولو ستر تجارتي شریک دی. په تېرو دوو کلونو کې افغانستان تر ټولو ډېر واردات له ایرانه لرلي دي.

خو ایران ته د افغانستان صادرات خورا کم دي ځکه چې د افغانستان د وچې او تازه میوې په شمول اکثره افغاني تولیدان په ایران کې هم کېږي.

د اقتصادي چارو ځینې افغان شنونکي وايي چې افغانستان د دوو هیوادونو ترمنځ تجارتي انډول له ایران څخه د ترانزیت په وسیله برابرولی شي. د دوی په باور که ایران افغانستان ته په ترانزیت کې اسانتیاوې ډېرې کړي، افغانستان کولی شي هند او نورو هیوادونو ته د ایران له لارو صادرات ډېر کړي.

د پاکستان له لوري د لارو د بندولو، د افغان سوداګرو پر وارداتي مالونو د تعرفو د ډېرولو او نورو خنډونو له کبله افغان سوداګرو د ایران او منځنۍ اسیا لارو ته مخه کړې ده.

افغان سوداګر هیله لري چې چاه بهار بندر به د پاکستان د کراچۍ بندر ځای ورته ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...