سه شنبه, مې 7, 2024
Home+خپسکه څه شی دی او ولې ځینې کسان نیسي

خپسکه څه شی دی او ولې ځینې کسان نیسي

ډاکټر حنیف

خپسکه هغه خوب یا د خوب هغه حالت دئ چي انسان پکښي دنفس تنګي، سختي بېري، ستړیا او نا ارامي احساس کوي. خپسکه هر څوک نیسي خو تر هلکوانو نجوني ډېري ورسره مخ وي. خپسکه خاص دتشویش وړه خبره نه ده ځکه چي اکثره خپسکي د رواني فشار په مقابل کي یو عکس العمل دئ. مګر کله چي شدید حالت ته ورسیږي، یا هره ورځ تاسو نیسي، بیا له ځان سره خراب نتایج هم لري. د خپسکي نیولو ټول علتونه لا تر اوسه سم معلوم سوي نه دي.

رواني فشار، خپګان، بې نظمه خوب او ستړيا، په ستړي بدن جنسي نژدېوالی کول، دنژدې دوست مړینه، د یو درمل داستعمالولو جانبي عوارض، داسي ګولۍ چي تاسو پخوا ډېري خوړلې مګر اوس مو پرایښي وي، شراب خوړل،په خوب کي د تنفس بې نظمي، تر ډوډۍ خوړولو ورسته دستي خوب کول ځکه چي په ډک نس د بدن میتابولیزم او د دماغ فعالیت ډېریږي، د رواني ناجوړیو پر ضد درمل کارول، له یوې درناکي پېښي سره مخ کېدل او داسي نور دخپسکي عوامل دي خو په دې ټولو کي ۶۰٪ خپسکه درواني فشار په نتیجه کي رامنځ ته کیږي.

موږ هره شپه تر دوه ساعته اضافه خوبونه وینو. دخوبونو په اړه ځیني اثار لیکل سوي دي خو ساینس پوهان لا تراوسه په دې نه پوهیږي چي موږ خوبونه څنګه او ولي وینو. ساینس پوهانو دخوبونو په اړه مطالعه تر ۱۹۵۳ مېلادي کال وروسته شروع کړه. دوی دا خبره کشف کړه چي دسترګي دچټک حرکت پر مهال موږ خوب وینو.

خپسکه کوچنیان هم نیسي او غټان هم مګر تر نارینه وو په ښځو کي ډېره ده. له ۳ څخه تر ۶ کالو پوري کوچنیان دخپسکي ستونزه لري خو په کوچنیانو کي دعمر په لس کلنۍ کي اوج ته ورسیږي. وروسته بیا کرار کرار کمیږي. مور و پلار دي خپلو اولادونو ته متوجه اوسي. کله چي پوه سي چي لور/زوی ئې خپسکي نیولی دئ، ناببره دي ږغ نه پر کوي، په مینه دې پر سر او مخ لاس ور تیر کړي، کرار دې وښوروي او له خپسکي څخه دې خلاص کړي. تقریباً له ۵۰ څخه ۸۵٪ بالغ ځوانان کله نا کله دخپسکي له ستونزي سره مخ کیږي. د عمر په تېرېدو سره یعني څونده چي انسان زړیږي، خپسکه کمیږي.

پاراسومنیا Parasomnias یا په خوب کي حرکات کول:

په عام ډول پاراسومنیا داسي ده لکه خپسکه خو یو له بل سره فرق لري. خپسکه او پاراسومنیا دواړه د خوب د بې نظمۍ ستونزي دي. پاراسومنیا پر لاندي دوو برخو وېشل کیږي:

۱. نایټ تېرور(Night terrors):

نایټ تېرور هغه حالت دئ چي تاسو بیده یاست خو وَلاړ سئ، حرکت وکړئ، لغته وغورځوئ او یا چیغي ووهئ. که شپه پر دوو برخو ووېشو، او هره برخه ئې درې پړاوه سي، نایټ تېرور د شپې دلومړۍ برخي په درېیم پړاو کي رامنځ ته کیږي.

۲. د خوب پر مهال دسترګي دچټک حرکت سلوکي بې نظمي یا REM sleep behavior disorder : دا سخت خطرناک حالت دئ. کله چي یوڅوک خوب ویني، ژوندی حرکت هم ورسره کوي. کېدای سي چي دغه حرکات دخوب لیدونکي یا د هغه سره په خونه کي دنورو کسانو په تاوان تمام سي. که ستاسو په کورونو کي کوم څوک ورسره مخ وي، ژر تر ژره ئې علاج وکړئ.

د خپسکي علاج:

که چیري تاسو له رواني فشار سره مخ یاست، د ملګرو او دوستانو څخه د ملاتړ غوښتنه وکړئ. د رواني فشار په اړه مي تقریباً ۳۰ مخه لیکنه کړې ده او زما په فېسبوک او لراوبر ویبسایټ کي ئې پیدا کولای سئ. که له کومي دردناکي فزیکي یا رواني پېښي سره مخ سوي یاست او اوس مو خپسکه تر پخوا ډېر نیسي، یا هیڅ داسي پېښه نه ده سوې مګر په هفته کي مو خپسکه تر یوار اضافه نیسي، نو د عصابو ډاکټر ته مراجع وکړئ. فزیکي تمرین شروع کړئ. خوب مو منظم کړئ. ورزش ستاسو سره کومک کوي چي په بستر کي ژر بیده سئ او پر وخت راویښ سئ. د خوب کولو طریقې زده کړئ. تر خوب مخکي حد اقل ۲۰-۳۰ دقیقې تمرین وکړئ. هغه مشروبات مه څښئ چي نیکوتین او کافین پکښي وي. کافین په قهوه او نیکوتین په سګریټو کي سته. څوک چي دغه دوه نشه يي توکي ډېر کاروي، د خپسکي نیولو چانس ئې هم ډېر دئ. تر خوب مخکي په نرمو-ګرمو اوبه لمبېدل درسره کومک کوي چي دخپسکي نیولو چانس راکم کړي. په ځای/بستر کي ویښ مه پاتیږئ، که خوب نه درتلئ، راپورته سئ، په یو شي ځان اخته کړئ. د پنجشنبې په شپه تر ډېره ويښ مه پاتیږئ او سهار تر سرې غرمې پوري مه بیدېږئ. دلمر راختلو سره راپورته سئ، او یا په خونه کي کلکین خلاص کړئ. کله چي لمر خونې ته راننوزي، تاسو ته خبر رسیږي چي دويښېدو وخت دئ. که دیوې نوي دوا له خوړولو وروسته مو خپسکه نیسي، نو ژر تر ژره مو له ډاکټر سره مشوره وکړئ. په توس کي ځان ټینګ مه پېچئ، که داسي وکړئ اکسېجن درباندي کمیږي او خپسکه مو نیسي. په خونه کي باید په کافي اندازه هوا وچلیږي.

که د دې ټولو مشورو تر تطبیق وروسته بیا هم دخپسکي له شره او د خوب له بې نظمۍ خلاص نه سواست، بیا نو د یو مسلکي ډاکټر سره ووینئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب