Homeخبرونهد افغانستان د واکمنو له خوا د یوناما او م.م پر فعالیتونو...

د افغانستان د واکمنو له خوا د یوناما او م.م پر فعالیتونو اعتراضونه

تاند (دوشنبه، د حوت ۱۳ مه) پر افغانستان د طالبانو واکمن رژیم، له هغې وروسته چې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت(یوناما) د دوی د کړنو په اړه ځینې انتقادي راپورونه خپاره کړي، د دغې ادارې ماموریت د تېر کال فعالیت بې اغېزې ګڼلی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تور پورې کړی، چې یوناما په افغانستان کې د خپلو مسوولیتونو د ترسراوي پر ځای، د ناسمو معلوماتو پر بنسټ یوازې پر خپلې راپور ورکونې بسنه کړې ده.

مجاهد په افغانستان کې د یوناما مسوولیت له افغانستان سره د هېوادونو د ډيپلوماټيکې تشې له منځه وړل او هغو ته د امنیتي مسایلو په تړاو ډاډ ورکول ګڼي او ادعا کوي، چې یاده اداره په دې برخه کې بریالۍ نه ده.

 طالب ویاند، دغه راز د ملګرو ملتونو سازمان د نړۍ له لویو ځواکونو اغېزمن ګڼي او وایي چې د افغانستان په تړاو د دغه سازمان پرېکړې مشکوکې دي.

هغه په دې اړه زیاتوي: «د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان پرېکړې تراوسه شکمنې دي او له بده مرغه هغوی د نړۍ د زبرځواکو تر اغېز لاندې دي. لکه څرنګه چې له هغوی تمه کېږي او یا ملتونه فکر کوي چې د ملګرو ملتونو سازمان دریځ بې‌پرې دی او یو داسې سازمان به وي چې له هغې د عدالت تمه وشي، دا ثابته شوې نه‌ده.»

بل لور ته: خبري سرچینو ویلي، چې ټاکل شوې روانه اوونۍ بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه ولري.

ویل شوي، چې دې غونډې ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر( یوناما) مشره مېرمن رزا اوتنبایوا هم بلل شوې ده.

تمه ده، چې رزا اوتنبایوا به د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان د وروستیو درېیو میاشتو د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

یوناما او ملګرو ملتونو د طالبانو د رژیم اعتراضونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...