Homeخبرونهد مولوي کبیر ادعا؛ منزوي نه د نړیوالې پاملرنې محور یوو

د مولوي کبیر ادعا؛ منزوي نه د نړیوالې پاملرنې محور یوو

تاند ( ۲ شنبه، د حوت ۱۳ مه) د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکیر ادعا لري، چې افغانستان په نړیواله کچه منزوي نه؛ بلکې د نړۍ د توجه په محور کې دی.

هغه د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یوې مدرسې فراغت غونډې ته د وینا پر مهال دا ادعا هم وکړه، چې د دوی رژیم په نړۍ کې ۳۸ سیاسي نمایندګۍ لري او نړیوال دوی سره تعامل ته لېواله دي.

د نوموړي په یوه اعلامیه کې د هغه له قوله لیکل شوي: « نوموړي وویل، افغانستان په انزوا کې نه، بلکې د نړۍ د توجه په محور کې قرار لري او نړیوال لېوالتیا لري چې ورسره خپل تعامل زیات کړي. »

د ښاغلي کبیر دا ادعاوې په داسې مهال دي، چې تر اوسه د نړۍ هیڅ کوم هېواد د دوی رژیم په رسمیت نه پېژني او د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو څو پرله پسې غونډې د دوی د رژیم پر وړاندې د هېوادونو د متضادو دریځونو له کبله بې پایلې پای ته رسېدلي دي.

له دې سره، اندېښنې شته چې که طالبان له نړیوالو سره د تعامل په اړه په دې حساسه مرحله کې کومې پایلې ته ونه رسیږي؛ ښایي افغانستان سره کېدونکې بشري مرستې هم ستونزو سره مخ شي.

تازه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې( اوچا) پرون یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې د بشرپاله مرستو هڅې له خطر سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...