Homeخبرونهد بریدونو دوام؛ ولسمشر غني وايي طالبان د سولې پروسې د ګډوډولو...

د بریدونو دوام؛ ولسمشر غني وايي طالبان د سولې پروسې د ګډوډولو هڅه کوي

تاند (سه شنبه د حوت ۲۶) ولسمشرۍ ماڼۍ په کابل، هرات او بغلان ولایتونو کې د وروستیو ماین چاودنو پړه پر طالبانو اچولې ده.

د ارګ په یوه خبرپاڼه کې راغلي، ترهګرو د خپلو جنایتونو په دوام د درېیو جلا جلا تروریستي بریدونو په پایله کې یو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله واړوله.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي، د ملکي خدماتو او عامه تاسیساتو پر کارکوونکو، ساتونکو او استادانو چې د هیواد د اولادونو په روزنه او تحصیل بوخت دي، برید د اسلامي او بشري ارزښتونو خلاف جنایت دی اوهیڅ توجیه نه لري.

ښاغلي غني زیاته کړې، د طالبانو له لوري د وروستیو تاوتریخوالیو زیاتوالی ښیي چې دا ډله نه یوازې د اوسني ناورین د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري، بلکې د وضعیت له پېچلي کولو سره د سولې برابر شوی فرصت ګډوډوي.

ولسمشر غني دا څرګندونې وروسته له دې کړي چې نن سهار په بغلان کې د پوهنتون د استادانو په موټر برید کې اتو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د راپورونو له مخې، دغه پېښه نن سهار هغه مهال شوې چې د بغلان پوهنتون د کرنې پوهنځي یو شمېر استادان د حملې په موټر کې د دندې پر لور روان وو، چې دوه تنه په کې ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.

دغه راز تېره شپه په هرات کې د پاشدان بند په ساتونکو وسله وال برید شوی چې درې امنیتي ځواکونه په کې وژل شوي او یو بل ټپي دی.

خو د هرات ځايي چارواکو د بریدګرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

ناپېژاندو وسله والو د پاشدان بند ۳ ساتونکي وژلي

تېره ورځ بیا په کابل کې یوې چاودنې د یوې درې کلنې ماشومې او د هغې د مور په ګډون څلور کسان ووژل او ۱۶ نور یې ټپیان کړل.

دغه چاودنه پرون مازدیګر مهال د پوهنې وزارت، مخابراتو وزارت او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملکي کارکوونکو پر یوه ګډ کاسټر ډوله موټر شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...