یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبهرنیو چارو وزارت: د مسکو او انقرې غونډې د قطر پروسې بشپړوونکې...

بهرنیو چارو وزارت: د مسکو او انقرې غونډې د قطر پروسې بشپړوونکې ناستې دي

بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په روسیه او ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې غونډې د قطر د خبرو بدیل نه بلکې د هغه بهیر بشپړونکې دي.

سرچینه وایي، د دې سربېره به په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې به هم روانې وي.

سرچینې دغه راز د افغان سولې بهیر څخه د ملاتړ په هدف د ګاونډیو او سیمې هیوادونوله هڅو هم مننه کړې او تمه يې ښودلې، چې د افغان سولې په اړه روانې ګډې هڅې به مثبتې پایلې ولري.

د ویلو ده چې د روانې مارچ میاشتې په ۱۸مه نېټه په مسکو او په راتلونکې میاشت کې په دوحه کې د افغان سولې په اړه غونډې جوړېږي او تمه ده چې د افغان کشالې د سوله ییز حل لپاره پکې پر معقولو حل لارو خبرې اترې وشي.

ټاکل شوې چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی په روسیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې ناسته کې د ګډون په موخه سبا مسکو ته لاړ شي.

سرچینې وایي چې له عبدالله سره به په دې سفر کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ولسي جرګې رییس میررحمن رحماني، مارشال دوستم، کریم خلیلي، ګلبدین حکمتیار، د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال بابر فرهمند، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري، د افغان دولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی، متین بیګ، احمد نادر نادري، حبیبه سرابي، محمد علم ایزدیار، عبدالله خنجاني، عبدالستار خواصي او غیرت بهیر ملتیا وکړي.

1 COMMENT

  1. حکمتیار یو وخت له نجیب سره خبرې نه کولې، ځکه چې د روسانو ملګری ؤ. اوس بیا خپله ان مسکو ته روان دی.
    حکمیتیار صاحب تاسې ته اشتها غواړم. الله مو له مسکو څخه رسد مه را کوه.

    الله پاک دې وکړي، چې عزایئل علیه السلام هملته درشي او کار مو وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب