یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اړه د مسکو غونډې ته د افغان حکومت نوملړ

د افغانستان په اړه د مسکو غونډې ته د افغان حکومت نوملړ

تاند ( سې شنبه، د کب ۲۶)  ټاکل شوې چې د مارچ په ۱۸ (کب ۲۸) مسکو د افغانستان د سولې په اړه د یوې غونډې کوربه وي.

افغان حکومت ویلي چې د غونډې بلنه ور رسېدلې او د غونډې کچې ته په کتو به خپل استازي ور واستوي.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د روسیې غونډه کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی خلیلزاد به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

بل خوا راپورونه وايي چې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله به سبا چهارشنبه د یوه پلاوي په مشرۍ د مسکو غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ شي.

د افغان حکومت مرکچي پلاوي یوې سرچینې تایید کړې چې هغه پلاوی چې د مسکو غونډې ته ځي نوملړ یې په لاندې ډول دی:

د ملي مصالحې د شورا رئیس عبدالله عبدالله

د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم

د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی مرستیال محمد کریم خلیلي

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري

د افغان سولې مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی

د افغان سولې مرکچي پلاوي غړی متین بیګ

د افغان سولې مرکچي پلاوي غړی احمد نادر نادري

د افغان سولې مرکچي پلاوي غړې حبیبه سرابي

د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د مسکو غونډه د قطر د سولې د پروسې بدیل نه دی، بلکې تکمیل کوونکې ده.

له دې سره هم مهاله د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالب استازو سره تر لیدنې وروسته تېره ورځ په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني او مصالحې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، زلمي خلیلزاد ولسمشر غني ته د خپلو سفرونو او وروستیو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي. خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

3 COMMENTS

  1. لکه چې له دې لست نه معلومیږي ، د ماسکو د غونډې ګډون کوونکي د سفیراو عادي اشخاصو او د ګوندونو د مشرانو او غیر رسمي کسانو په سویه دي . اما د افغانستان له لوري پدې لست کې د ولسي جرګې مشر نوم هم شته . هغه باید خپل ځای او مقام وپېژني او د پروتوکول له مخې په داسې غونډو کې چې د یوه هېواد د مقننه قوې رسمي مشرتوب په غاړه لري ، باید برخه پکې وانه خلي .

  2. دا کس د ملی شورا نمائینده ندی بلکه د قاتلانو نمائینده دی اودا انتخاب شوی کسان ټول د اجنبیانو غلامان دی او حبیبه سرابی ځکه د یوازنی میرمنی په وسیله مسکو ته ځی ځکه نوموړی او دنوموړی کورنی ازمایل شوی کمونیستان دی او دا په روسیه کښی د فوق العاده اعتبار خاونده دی !!!

  3. سلام
    زه به یو حکایت تاسې سره شریک کړم.حکایت څه ته وایی؟دکومې واقعې بیان لیکنه ترڅو چې کومه واقعه کې ندرت یا فوقالعادګی یا مهمه خبره نه وی مورخ هیڅکله هغه نه لیکی.یوورک نومی مسافر کوم لور ته روان وه دشپې له مخې یې سامان کوز کړاو دلارې خواکېبه خوب ویده شو سهار چې پاڅېد ګوری چې هېڅ شی هم نشته. په فریاد سره دیوه پاچا در بارته ورغی هلته دده له خولې څخه داسې یوه جمله ووتله چې ټول دربار یي وخوځاوه نو مورخ دده خبره تاریخ جز او یوه برخه وګڼله دفریادی مسافر خبرې پاچا واوریدلې او ورته یې وویل چې ته پوره احمق سړی یی چې دلارې بر سرغافل اوبې پهرې ویده شوی یې!
    مسافر وویل چې عالم پناه ماګومان کاوه چې ته دې له دې کمونستی ماتو کاسه او کپړیو مارشالانو سره ویښ او بیدار یی خکه زه ویده شوم .
    دوکتور غروا ل: بخوانی کمونستان نن سبا درې ګټې لری . لومړی په مرکزی حکومت کې دموقعیت او موقف په لحاظ .دوم ددالرو لاس ته راوړنې او اعتبار چې دغنی څخه راچاپېر دی دریم عندالموقع دریاء او ظاهری اخوانیتوب چل ول به سیاست. ربانی ،ورپسې دبن دمعاهدې مزدور حامد خان اوبیا بیفکره دخپل قدرت او بقا لپاره دغه کپړی وساتل چې دپټېدو خبره نه ده نو ځکه سرابۍ ښه چانس لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب