Home+د روغتیا نړیوال سازمان؛ استرازینیکا واکسین وینه نه غوټه کوي

د روغتیا نړیوال سازمان؛ استرازینیکا واکسین وینه نه غوټه کوي

تاند(سې شنبه، د حوت ۲۶) وروسته له دې چې یو شمېر هیوادونو د استرازینیکا واکسین د خوندیتوب په اړه شکونه څرګند کړل او دا واکسین یې منع کړ، د روغتیا د نړیوال سازمان د واکسین د خوندیتوب د برخې متخصصان نن د دې واکسین په اړه بحث کوي. 

د روغتیا نړیوال سازمان له هیوادونو غوښتې دي چې د کورونا ویرس پرضد د بریتانیا او سویدن دغه ګډ جوړ کړی واکسین ونه دروي. 

د روغیتا د نړیوال سازمان په باور، داسې هیڅ نخښې نه شته چې د ویني غوټه کیدل دې له استرازینیکا واکسین سره ارتباط ولري. 

یوشمیر لویو اروپایي هیوادو  جرمني، فرانسې او ایتالیا د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه واکسین ورکړه به وځنډوي. 

پرتګال، اسپانیا، لتویا او سلوانیا هم بیا له دغو هیوادو سره یوځای شول. تر دې مخکې هالنډ، بلغاریا، ایرلنډ، ډنمارک او ناروې د استرازینیکا واکسین درولی و.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د استرازینیکا واکسین او په رګونو کې د وینې د غوټه کېدو ترمنځ ارتباط نه شته.

دې ادارې له هیوادونو غوښتي چې د استرازینیکا واکسین تطبیق ته دوام ورکړي ځکه چې داسې کومه نښه نه شته چې ثابته کړي د هغو کسانو په رګونو کې د وینې غوټه کېدا له دې واکسین سره تړاو لري چې په وروستیو ورځو کې یې خبرونه په څو اروپايي هیوادونو کې خپاره شوي وو.

تېره اوونۍ ډنمارک او ناروې د کورونا وایرس پر ضد د استرازنیکا واکسیناسیون په موقتي ډول ودراوه.

ډنمارکي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، د ځینو جدي جانبي عوارضو د لرلو له کبله یې د دغه واکسین د ورکولو بهیر درولی دی.

راپورونه وايي چې په ډنمارک کې یو تن وروسته له دې مړ شوی چې دا واکسین یې وکړ.

د ډنمارک د روغتیا وزیر په یوه ټویت کې لیکلي چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه اوس ممکنه نه ده او نورو څېړنو ته اړتیا ده.

له ډنمارکه وروسته ناروې وویل چې د نویو کلینیکي نتیجو تر څرګندېدو پورې د استرازینیکا واکسین ورکړه دروي.

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې د متخصصانو یوه کمېټه یې پر دغو راپورونو غور کوي خو دې ادارې په عین حال کې ویلي چې د وینې د غوټه کېدو او واکسین ترمنځ د ارتباط لپاره هیڅ دلیل نه شته.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم روانه اوونۍ وویل چې په دې اړه خپاره شوي راپورونه نه تاییدوي او تر یو نیم کال پورې به د هیواد په سلو کې ۶۰ وګړو د کورونا پر ضد واکسین شي.

په امریکا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي اداره وايي، تر پرون شنبې پورې په دغه هیواد کې څه باندې ۱۰۵ ملیونه او ۷ لکه ۳ زره ډوزه واکسین خلکو ته ورکړل شوي دي.

د دغه مرکز په وینا نژدې ۶۹ ملیون امریکایانو ته د مودیرنا، فایزر او بیواین ټیک او جانس انډ جانسن واکسین تطبیق شوی دی.

په امریکا کې د واکسیناسیون له چټکتیا سره د کورونا وایرس مثبتې پېښې د پام وړ کمې شوې دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې تر جولای پورې به ټول بالغ امریکایان د کورونا پر ضد واکسین شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...