Homeخبرونهپکتیا کې دیني عالمان ښوونځیو ته د ماشومانو د جذبولو کمپاین پیلوي

پکتیا کې دیني عالمان ښوونځیو ته د ماشومانو د جذبولو کمپاین پیلوي

تاند ( سې شنبه، د کب ۲۶)  د پکتیا ولایت دیني عالمان دې ولایت کې د خطبو، تقریرونو او عامه پوهاوي د کمپاین له لارې خلک او کورنۍ هڅوي څو خپل اولادونه ښوونځیو کې شامل کړي.

د یاد ولایت دیني عالمانو د سې شنبې په ورځ د ((اسلامي معارف، افغاني معارف او غیر سیاسي معارف)) تر شعار لاندې د عامه پوهاوي د کمپاین لپاره د دیني عالمانو او د پوهنې د چارواکو په یوه غونډه کې وویل چې غواړي له دې لارې خلک د خپلو ماشومانو تعلیم ته وهڅوي.

د پکتیا د دارالعلوم استاد مولوي حمدالله حماس وایي، دیني عالمان غواړي، د ټولنې وګړي وهڅوي څو خپلې لوڼې او زامن ښوونځیو او دیني مدرسو کې شامل کړي.

د پکتیا د دیني عالمانو دا تازه هڅه داسې مهال ده چې لا هم د هېواد ډیری وګړي او د مدرسو زده کوونکي د دیني زده کړو لپاره بهر هېوادونو ته ځي.

بل خوا د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وايي، دوی چمتو دي تر څو د دې ولایت د ټولو سیمو خلکو ته په متوازن ډول ښوونیز خدمتونه وړاندې کړي.

د پوهنې رئیس کوچي ځاځي ددې ستونزې په اړه چې تر اوسه ډیری دیني مدرسې له حکومت سره رسمي نه دي وویل، د هرې دیني مدرسې چلوونکي او مهتممین چې وغواړي رسمي شي او د ښوونځیو په شان امتیازات ولري، دوی ورته پوره تیاری لري.

هغه زیاتوي، په نوي ښوونیز کال کې به تر ۱۲ پورې دیني مدرسې رسمي او د ښوونځیو له امتیازاتو برخمنې شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د سړو سیمو د زده کوونکو د زده کړو بهیر پیل شوی او دا مهال يې کلنۍ ازموینې پای ته رسیدو ته نږدې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ځینو سیمو کې نا امني، نږدې ښوونځیو ته نه لاسرسی، د ښوونځیو د ودانیو همدارنګه د درسي کتابونو او مسلکي ښوونکو کمښت د پوهنې د بهیر پر وړاندې له مهمو ستونزو څخه ګڼل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...