یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامریکا وايي، د مسکو غونډه د قطر د خبرو ځای نه شي...

امریکا وايي، د مسکو غونډه د قطر د خبرو ځای نه شي نیولی

تاند(چهارشنبه، د حوت ۲۷) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په اړه د مسکو د روانې اوونۍ کنفرانس په دوحه کې د طالبانو او د افغانانو د هغه پلاوي ځای نه شي نیولی چې د حکومت چارواکي هم پکې ګډون لري.

ټاکل شوې ده چې د مسکو غونډه د پنجشنبې په ورځ پیل شي. په دې غونډه کې د طالبانو د پلاوي مشري د دې ډلې مرستیال او د قطر د دفتر مشر ملاعبدالغني برادر کوي خو له افغانستانه نن (چهارشنبه) د مصالحې د ملي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی مسکو ته روانیږي.

په دې پلاوي کې د ولسمشر پخوانی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار، د ښځو په استازیتوب حبیبه سرابي، د ولسي جرګې ريیس او د مشرانو جرګې مرستیال هم شامل دي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې جالینا پورټر یوې خبري غونډې ته د چهارشنبې په ورځ وویل، د مسکو د پنجشنبې د ورځې کنفرانس «په دوحه کې د نورو روانو خبرو متبادل کېدای نه شي.»

ټاکل شوې ده چې د مسکو له کنفرانسه وروسته د ترکیې په انقره کې د افغانانو ترمنځ یوه بله لا مهمه غونډه جوړه شي.

د انقرې غونډه د امریکا په غوښتنه کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ترکیې غوښتي چې په افغانستان کې د یوه لنډمهال حکومت د جوړېدو لپاره د غونډې کوربه توب وکړي خو طالبانو ویلي چې تجربو ښودلې چې لنډمهالي حکومتونه ناکام دي او ولسمشر غني ویلي چې یوازې د انتخاباتو له لارې واک پرېږدي. ده پرون وویل چې که طالبان هر وخت وغواړي حاضر دی چې انتخابات وکړي.

1 COMMENT

  1. د اتو لکو رایو ولسمشر ناکي غرتکي ولي، غوښتل یې امرالله خان مسکو ته ولیږي د امریکا او روسیې له خوا رد شو. دایې هم اولنی کیش ور پسي نور کیشونه هم راروان دي. د ددې سړي بالکل په سیاست کې مزه نشته، لیکن ښه معاملګر ده.
    وسړیه هاغه احمدزی نجیب خو تر تا ډېر قوې و حزب خویې در لود، نو ته دا د ارګ په شغالانو مه نازیږه، ځینو پخوا لا خرڅ کړی یې! ته د امرالله خان او ځینو ټامیانو په غرتکو غولیدلی یې.
    پریږده چې سوله راشي، نور ناکي خنډونه مه جوړوه، هره ورځ نوې بهانې مه جوړوه، نور هم رسوا کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب