یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+په تیرمیلادي کال کې د افغانستان صادرات او واردات

په تیرمیلادي کال کې د افغانستان صادرات او واردات

لیکوال: خالد وردګ د بیجینګ د تکنالوژۍ او بزنس پوهنتون د نړیوال تجارت محصل

افغانستان هغه هیواد دی چې لاهم په ډېرو برخو کې په خپل ځان نه دی بسیا شوی تر ډېرې اندازې د اړتیا وړ توکي له بهر په تېره بیا  له ګاونډیو هیوادونو څخه واردوي، له بده مرغه پدغه وارداتو کې تر ډېره اولیه توکي شامل دي چې د هیواد اقتصاد ته یې ډېر زیان اړولی.

که حکومت، مسئول بنسټونه او خصوصي سکتور په هیواد کې د ننه د تولید لپاره ګړندي ګامونه واخلي د هیواد پر اقتصادي ودې به یې اغیز خورا ګټور وي.

افغانستان ته په وارداتي توکو کې له اولیه خوراکي موادو څخه نیولې تر ساختماني، نفتي، الکترونیکي، ښکلا، لباس، قرطاسیه او نور ډول ډول توکي شامل دي، له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته ډیری صادرات د وچې او تازه میوې، زعفران، پیاز، کچالو، د پسه کولمې، رومي بانجان، شکرپاره، مرمرډبرې او یو شمیر نور توکي شامل دي.

په اوسط ډول هر کال افغانستان ته د شپږ میلیارد او اوه سوه اتیا ملیونه ډالرو په ارزښت واردات کیږي په بل عبارت افغانستان ته کال کې ۸۹.۷۷ فیصده واردات ترسره کیږي خو د صادراتو کچه یې یوازې ۱۰.۲ سلنې ته رسیږي یعني افغانستان هر کال د ۷۷۲ ملیونو ډالرو په ارزښت صادرات لري.

په تیر ۲۰۲۰ میلادي کال کې د کویډ۱۹ له منفي اغیزو سره سره افغانستان بهر ته د څه باندې ۷۷۶ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات درلودل که څه هم د صادراتو دغه کچه د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۸۸ میلیونه ډالره کمه شوې چې ښایي لوی لامل یې د کویډ۱۹ منفي اغیزې وي، دغه رقم په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ۸۶۴ میلیونه ډالره او په ۲۰۱۷ میلادي کال کې څه باندې ۸۷۵ میلیونه ډالره او په ۲۰۱۶م کال کې د هیواد د صادراتو کچه ۵۹۶ میلیونه او پنځه لکه ډالره ښودل شوې وه.

تجارتي انډول:

د هیوادونو ترمنځ د سوداګریزې ورکړې راکړې ترمنځ انډول ډېر مهم بحث دی له بده مرغه د افغانستان او د دغه هیواد د سوداګریزو شریکانو ترمنځ سوداګریز انډول ندی رامنځته شوی افغانستان بهرنیو هیوادونو ته یوازې لس سلنه صادرات لري خو د وارداتو کچه بیا ۹۰ سلنې ته رسیږي، د بیلګې په توګه افغانستان په ۱۳۹۸ کال کې له جاپان څخه د څه باندې دوه سوه او یو میلیون ډالرو په ارزښت واردات درلودل خو یاد هیواد ته د افغانستان د صادراتو کلنی ارزښت یوازې  ۱۴۰۴۳ ډالره ښودل شوی دی، همدارنګه دغه رقم په تیر میلادي کال کې له یو سل او شپږ اتیا میلیونو ډالرو څخه اوښتی خو بدل کې یې افغانستان جاپان ته یوازې ۵۱۰۵ ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.

همدارنګه افغانستان په ۱۳۹۸ کال کې له مالیزیا څخه د ۳۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت واردات کړي خو په همدې کال افغانستان یاد هیواد ته د لس زره او درې سوه  ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي، د وارداتو دغه رقم په ۲۰۲۰م کال کې څه کم ۳۳۶ میلیونو ډالرو ته رسیدلی خو له افغانستان څخه مالیزیا ته یوازې ۱۰۸۵ ډالرو په ارزښت صادرات ترسره شوي دي، پدې توګه د جاپان او افغانستان او مالیزیا او افغانستان ترمنځ تجارتي انډول په نشت حساب دی. 

خو له یو شمیر هیوادونو سره  د افغانستان د سوداګریزې ورکړې راکړې تناسب یا انډول تر یوې اندازې رامنځته شوی دی، لدې ډلې څخه یو هندوستان هیواد دی چې افغانستان سره یې د سوداګریزې راکړې ورکړې انډول برابر دی، حتی په ۲۰۱۸ میلادي کال کې هند ته د افغاني صادراتو کچه له یاد هیواد څخه د وارداتو په پرتله زیاته وه یعني په ۲۰۱۸ میلادي کال کې افغانستان هند ته ۳۵۹.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات درلودل حال دا چې په همدې کال له هند څخه افغانستان ته د وارداتو اندازه ۳۵۴.۲ میلیونه ډالره ښودل شوې.

همدارنګه سعودي عربستان، ترکیه، امریکا، متحده عربي امارات او پاکستان هغه هیوادونه دي چې تر یوحده یې له افغانستان سره تجارتي انډول رامنځته شوی دی.

لاندې لس هغه هیوادونه دي چې افغانستان په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ورڅخه ډیر واردات کړي دي او همدارنګه دغو هیوادونو ته د افغانستان د صادراتو کچه هم ښودل شوې ده 

دغه راز په تیر میلادي کال کې له مالیزیا او جاپان څخه په ترتیب سره د ۳۲۰ میلیون او ۲۰۱.۱۹ میلیون ډالرو په ارزښت واردات ترسره شوي دي.

د صادراتو ارزښت په ډالر د وارداتو ارزښت په ډالر/ هیواد           شماره
۷،۷۹۳،۳۹۱.۵ ۱،۱۰۳،۷۵۱،۰۲۶ ایران  ۱
۲۱۱،۵۱۹،۳۱۹.۳ ۷۳۲،۱۶۸،۶۵۶ پاکستان ۲
۴۰۵،۹۰۸،۱۶۴.۱ ۴۸۹،۷۸۲،۰۶۳ هندوستان ۳
۵۵،۳۲۲،۹۷۹.۲ ۹۸۶،۵۰۸،۳۸۳ چین ۴
۸۳،۸۳۱.۵ ۴۵۰،۴۴۶،۱۰۹ ترکمنستان ۵
۱،۵۶۷،۵۷۶.۳ ۶۴۷،۷۵۱،۲۵۹ قزاقستان ۶
۲،۱۰۷،۹۸۹.۳ ۵۴۸،۶۱۷،۷۶۱ ازبکستان ۷
۱۶،۳۱۹،۷۶۹.۸ ۶۰،۴۱۶،۱۰۵ ترکیه ۸
۲،۵۸۷،۴۳۲.۳ ۱۹۸،۵۴۱،۷۳۸ روسیه ۹
۱،۴۵۱،۹۰۳.۷ ۱۳،۸۸۷،۴۶۵ کاناډا ۱۰
۷۲،۰۷۴،۳۸۷.۰ ۱،۳۰۵،۷۳۹،۱۹۹ نور هیوادونه ۱۱
۷۷۶،۷۳۶،۷۴۴.۱ ۶،۵۳۷،۶۰۹،۶۶۴ مجموعه

افغانستان په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د هوایي دهلیزونو له لارې بهر ته د ۱۹۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي، د افغانستان مرکزي بانک وايي چې دغه اوه زره ۴۱۴ ټنه صادرات په ۵۱۳ پروازونو کې پنځو اسیایي او یو شمیر اروپایي هیوادونو ته ترسره شوي دي.

همدارنګه په تیره فبرورۍ میاشت کې ازبکستان ته د وچې میوې صادرات پیل شول چې لومړۍ جوپه کې ۶۰ ټنه سره ممیز د سمرقند بازارونه ته ولیږدول شول، افغان سوداګر وایي چې منځنۍ اسیا او روسیه د افغاني وچې میوې لپاره ښه بازارونه دي او هیله مند دي چې د وچې میوې په خاصه توګه د ممییزو لپاره به یادو مارکیټونو کې تقاضا نوره هم ډیره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب