تاند (د مارچ۱۷) له نن څخه۱۶۰ کاله پخوا د ۱۸۶۱ ع کال د مارچ په همدې ورځ (۱۷) په ایټالیا کې یوې ملي شورا د ایټالیا د (پیه مونتې او ساردینا) پاچا دوهم وینوریو امانویل د ټول هیواد پاچا غوره کړ.
د امانویل ټاکنه په افغانستان کې د لوی احمدشاه بابا ټاکنې ته ورته وه .هغه هم د خلکو د استازو او مشرانو له لوري غوره شوی وو کنې تقریباً ټول پاچهان یا په زور واک ته رسېدلي یا پاچهي په میراث ورته پاته شوې ده.
د امانویل له غوره کېدو سره پر ایټالیا د فرانسې نفوذ پای ته ورسېد.
که څه هم ایټالیايي ملتپالو هیله لرله چې د پیې او ساردینا پاچا کارلو البرتو د دوی پاچا شي خو ده د ۱۸۴۹ کال د مارچ په ۲۳ مه په نوارا سیمه کې د اتریش د امپراتورۍ له قومندان فیلډ مارشال رادڅکي څخه ماته وخوړه او په دې پوی شو چې په یوازې سر اتریش د ایټالیا له خاورې وباسي او د ایټالیا ټاپوګان سره یو لاس کړي.
دوهم ویتوریو امانویل بریالی شو چې د فرانسې د امپراتور درېم ناپلیون ملاتړ ترلاسه کړي.د درېم ناپلیون له ماتې وروسته دوهم ویتوریو امانویل روم ښار د پاپ له منګولو ازاد کړ او روم یې د ایټالیا پلازمېنه وګرځاوه.
ده په ډېرې هوښیارۍ او ذکاوت سره د ایټالیا څو ټوټې شوی هیواد، چې شمالي برخې یې د اتریش د امپراتورۍ په ولکه کې وې، سره یو موټی کړ او په خپله د ټولې ایټالیا پاچا شو.