سه شنبه, جون 18, 2024
Homeخبرونهسي ان ان: امریکا او طالبان د دوحې هوکړې ته ژمن نه...

سي ان ان: امریکا او طالبان د دوحې هوکړې ته ژمن نه دي

تاند(چهارشنبه، د حوت ۲۷) سي ان ان په یوه راپور کې ویلي ښایي امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو حضور ته ادامه ورکړي ځکه په دغه هېواد کې هر څه د دوحې د هوکړې پر بنسټ مخ ته نه دي روان خو د بایډن اداره غواړي دغه موارد له خپلو خلکو پټ کړي.

سي ان ان د سیګار وروستي راپور ته په اشارې ویلي چې که سرتېري بې وخته وځي او د سولې ډاډمنه هوکړه نه رامنځ ته کېږي نو ښايي په افغانستان کې خونړۍ جګړې رامنځ ته شي او نړیوال امنیت ته ستر خطرونه جوړ کړي.

سرچینه زیاتوي، طالبان همدا اوس هم د وخت په ضایع کولو بوخت دي او دې ته په تمه دي چې د دوحې هوکړې نېټه پوره شي او که تر هغه وروسته امریکایي عسکر له افغانستان و نه وځي نو دغه ډله جګړو ته ادامه ورکوي.

سرچینې همدا راز زیاته کړې، افغان جګړه باید د خبرو له لارې پای ته ورسول شي او په دې برخه کې ديپلوماتیکې هڅې مهمې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني استازي جیمز ډابینز ویلي داسې ښکاري چې امریکا د افغانستان د شل کلنې جګړې په ختمولو کې له بېړې کار اخیستی دی.

د هغه په خبره د سرتېرو د ایستلو نېټې ته شاوخوا یوه میاشت پاتې ده خو امریکا دا تمه لري چې په دې موده کې دې طالبان او افغان حکومت سوله وکړي او د دوی سرتېرو ته دې د وتلو زمینه برابره کړل شي.

نوموړي زیاته کړې، د بایډن د ادارې په طرحه کې د موقت حکومت خبره شوې ده، چې تر اوسه نه طالبانو او نه هم حکومت دغه انتخاب ته مثبت ځواب ویلی دی.

هغه زیاتوي چې د بایډن اداره به له خپلې نوې طرحې سره یو ځای په افغانستان کې له ستونزو سره مخ شي او دا مسئله ښایي په یوه یا دوو میاشتو کې حل نه شي.

هغه تمه ښودلې چې د افغانستان په اړه جوړېدونکي کنفرانسونه ګټور وي او دلته پرېکړې د حقایقو پر بنسټ وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب