Homeخبرونهامریکا وایي؛ ایران او روسیې په تېرو ټاکنوکې سایبري بریدونه کړي

امریکا وایي؛ ایران او روسیې په تېرو ټاکنوکې سایبري بریدونه کړي

تاند ( چهارشنبه، د حوت ۲۷) د امریکا استخباراتي ادارې وایي په تېرو ټاکنو کې د ایران او روسیې د حکومتونو په رسمي لارښوونه تبلیغات او سایبري بریدونه شوي دي.

د امریکا استخباراتي او قضايي ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي دوی داسې اسناد او شواهد موندلي، چې د ایران د مذهبي مشر آیت الله خامنه يي په لارښوونه په امریکا کې د ټاکنو پر مهال د انټرنیټي بریدونو له لارې ناندریو ته لمن وهل شوې او د ټرمپ پر ضد انټرنیټي کمپاینونه شوي دي.

امریکا همدا راز وایي چې روسي بریدګرو بیا د پوتین په لارښوونه د ټرمپ په پلویتوب کمپاینونه او سایبري بریدونه یې ترسره کړي دي.

د امریکا حکومت د دغه دواړو هېوادونو یادې کړنې غندلې او هغه یې جنایت بللې دي.

امریکا داسې مهال پر ایران او روسیې دا تورونه لګوي، چې له دې وړاندې هم د یادو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې وې.

اوس د جو بایډن ادارې هڅه پيل کړې څو دا اړیکې بېرته ورغوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...