دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهجان سوپکو: د امریکا له ملاتړ پرته افغان حکومت سقوط سره مخ...

جان سوپکو: د امریکا له ملاتړ پرته افغان حکومت سقوط سره مخ کېدی شي

تاند ( چهارشنبه، د حوت ۲۷) د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د دفاع وزارت “ځانګړي پلټونکي” جان سوپکو ویلي، چې  طالبان د سولې خبرو کې د زیات امتیاز او قدرت ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي ډېری سیمې تر خپل واک لاندې راولي.

جان سوپکو د امریکا کانګرس ته خبرداری ورکړی چې که د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې له هوکړې پرته له افغانستانه سرتېري و ایستل شي، ناورین به رامنځته شي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د دفاع وزارت “ځانګړي پلټونکي” جان سوپکو  زیاته کړې، د امریکا له نظامي او مالي ملاتړ پرته د افغانستان حکومت سقوط سره مخ کېدی شي.

سوپکو داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تازه سي ان ان په یوه راپور کې ویلي ښایي امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو حضور ته ادامه ورکړي ځکه په دغه هېواد کې هر څه د دوحې د هوکړې پر بنسټ مخ ته نه دي روان خو د بایډن اداره غواړي دغه موارد له خپلو خلکو پټ کړي.

سي ان ان د سیګار وروستي راپور ته په اشارې ویلي چې که سرتېري بې وخته وځي او د سولې ډاډمنه هوکړه نه رامنځ ته کېږي نو ښايي په افغانستان کې خونړۍ جګړې رامنځ ته شي او نړیوال امنیت ته ستر خطرونه جوړ کړي.

سرچینې زیاته کړې، طالبان همدا اوس هم د وخت په ضایع کولو بوخت دي او دې ته په تمه دي، چې د دوحې هوکړې نېټه پوره شي او که تر هغه وروسته امریکایي عسکر له افغانستان و نه وځي نو دغه ډله جګړو ته ادامه ورکوي.

سرچینې همدا راز زیاته کړې، افغان جګړه باید د خبرو له لارې پای ته ورسول شي او په دې برخه کې ديپلوماتیکې هڅې مهمې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني استازي جیمز ډابینز هم ویلي، داسې ښکاري چې امریکا د افغانستان د شل کلنې جګړې په ختمولو کې له بېړې کار اخیستی دی.

1 COMMENT

  1. داسی خطرونه مطرح کول د امریکایانو له خوا افغان حکومت ته غیر مستقیم اخطارونه دی که د سولی نوی طرحه مو ونه منله نو مونږ افغان حکومت سره هم کاری بندوو. اړتیا نشته ځکه دوی د مخه هم د افغان حکومت مخالفینو پر وړاندی سم ګام ندی پورته کړی که داخلی وی او که خارجی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب