جمعه, دسمبر 12, 2025
Home+انګلستان په ۲۰ اوره لوبلړۍ کې له هند مخکښه ده

انګلستان په ۲۰ اوره لوبلړۍ کې له هند مخکښه ده

تاند ( چهارشنبه، د حوت ۲۷)  د هند او انګلستان ترمنځ دریمه نړیواله شل اوریزه لوبه په احمد اباد کې ترسره شوه.

د لوبې په پیل کې انګلستان پچه وګټله او هند ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

هند په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډو وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشر ویرات کوهلي ۷۷ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې.

د انګلستان له خوا مارک ووډ ۳ او کریس جورډن ۲ لوبغاړي وسوځول.

انګلستان ټاکل شوی هدف په ۱۹ ام اور کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او لوبه یې د ۸ وېکټو په توپير وګټله.

جاس بټلر ۸۳ ناسوځېدلې او جوني بریسټو ۴۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جاس بټلر وټاکل شو.

د یادونې ده، چې د هند او انګلستان ترمنځ د پنځو نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ کې انګلستان ۲ او هند ۱ لوبه ګټلې ده.

د یادو لوبډلو ترمنځ به څلورمه لوبه د مارچ په ۱۸مه نېټه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...