دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهناټو له ارزونې او مشورې وروسته له افغانستانه د ځواکونو د وتلو...

ناټو له ارزونې او مشورې وروسته له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه پرېکړه کوي

تاند ( چهارشنبه، د کب ۲۷)  ناټو وایي، له افغانستانه به د سرتېرو د وتلو پرېکړه له خپلو ارزونو او مشورو وروسته وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولتنبرګ وایي، د مۍ تر لومړۍ نیټې پورې به له ارزونې، نظارت او مشورو وروسته له افغانستان څخه د وتلو په اړه پرېکړه وشي.

نوموړی دغه راز وایي، له افغانستانه د ځواکونو وتل به د ناټو د راروانې اونۍ د غونډې مهمه مسئله وي.

خو په وینا یې دغه سازمان د افغان ځواکونو د تمویل، روزنې او تجهیز په اړه په خپلو ژمنو ولاړ دي.

هغه زیاتوي چې دا مهال په افغانستان کې تر ډېره مېشت ځواکونه غیر امریکايي دي چې دا په خپله د ناټو په ماموریت کې د نړیوالو او اروپایي متحدینو د ژمنو ښکارندوی دی.

خو سربېره پر دې څو ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ولسمشر غني ته په استول شوي لیک خبرداری ورکړی که د سولې بهیر چټک نکړي، له طالبانو سره جګړې ته به یوازې پاتې شي.

خو افغان ولسمشر اشرف غني وايي چې له انتخاباتو پرته د واک انتقال ته حاضر نه دی.

ولسمشر تېره ورځ وویل چې عادلانه او پایداره سولې ته د رسېدو لپاره د احساساتو پر ځای د واقعیتونو پر اساس مخکې ځي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د ولسمشر غني‌ لومړي مرستیال امرالله صالح هم ویلي وو چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر لیک د سولې په اړه د افغانستان په دریځ کې هېڅ نشي راوستلی.

دا په داسې حال کې ده چې سبا په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د بن په څېر کنفرانس دایریږي او د افغان حکومت سربېره پکې طالب استازي او د ځینو نورو هېوادونو استازي ګډون کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب