جمعه, فبروري 6, 2026
Homeداسې هم شتهاوکراین کې دوه مئینانو د درېیو میاشتو لپاره یو بل سره ځانونه...

اوکراین کې دوه مئینانو د درېیو میاشتو لپاره یو بل سره ځانونه ولچک کړي

تاند ( چهارشنبه، د کب ۲۷)  راپورونه وایي، په اوکراین کې دوه مئینانو نړۍ ته د خپلې مینې د ثابتولو په موخه د دریو میاشتو لپاره یو بل سره ځانونه ولچک کړې دي.

د راپورونو په حواله، تېره میاشت په اوکراین کې یوې مئینې جوړې عاشق او معشوقې سره دوه لاسونه پیوست او خپل لاسونه یې پر ولچک وتړل.

د معلوماتو له مخې، د یادې جوړې د لاسونو د یو ځای تړلو اوس یوه میاشت پوره شوې او وایي، دوه میاشتې به یې دا چاره نوره هم دوام ومومي.

دوی لاسونه تېره میاشت د خلکو او رسنیو په مخ کې د مئینو د ورځې څو ورځې مخکې سره وتړل او وعده یې وکړه چې درۍ میاشتې به سره یو ځای ګرځي.

رسنیو په خپرو کړیو معلوماتو کې ویلي؛ دا جوړه اوس په ښار کې سره یو ځای ګرځي، سودسودا یو ځای کوي او نور ټول ضرورتونه سره یو ځای پوره کوي.

د معلوماتو پر بنسټ، دا جوړه الګزاندر او ویکټوریا پر یوه بل مین دي او غواړي د درېیو میاشتو د لاسونو په تړلو سره د رښتینې مینې یو ریکارډ ثبت کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...