سه شنبه, اپریل 16, 2024
Home+وخت/ اجمل پسرلی

وخت/ اجمل پسرلی

د موبایل چارجر یې پښو ته غونج منج پروت و:

« چې څو بجې به وي؟ »

د کړکۍ لور ته یې سترګې واړولې:

« بهر خو لا تیاره نه ده »

زګیروی یې شو، لاس یې پر دیوال تکیه کاوه، غوښتل یې سر د رڼا لورته جګ کړي، نرۍ وریځې وې لمر نه ښکاریده. داسې اټکل یې وکړ چې لمر د غروب لورته درومي.

سر یې اړخ ته پر بالښت کوږ شو. زړه یې کیده چې سترګې پټې نه کړي. سپین چت، سپین دیوالونه هرڅه همهغسې دي لکه دا څو ورځې چې په روغتون کې و او له کله چې یې له روغتونه راایستلی.

 خوله یې خلاصه کړه لکه غږ چې یې له خولې نه خوت. پوزه یې کش کړه. په روغتون کې یې د دوا بوی ډیر احساساوه اوس یې شامه حس کار نه کاوه. د کړکۍ خواته یې بیا سترګې ونیولې د کړکۍ ژۍ د ده تر تخت لوړه وه:

« لمر په کومه خوا کې دی »

« کوز سر رڼا ډیره ده…لکه مخکې..ساعت دریدلی..»

سترګې یې کش کړې چې رڼې یې کړي:

« لمر…نه دی خوځیدلی؟…»

چا ورته وویل:

-څه غواړي

-وخت…

بونګا یې اوریده چې څوک څه وایي خو نه پوهیده چې څه وایي او څوک یې وایي.

دا غږ هم غلی شو. رڼا همهغسې وه لکه په لړه کې د لمر سترګه…

له لرې یې د امبولانس غږ تر غوږو شو، غږ تیزیده، تیزیده، کمیده، کمیده…د امبولانس غږ غلی شو، سترګې یې نیمې پرانیستې وې…

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب